1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شاه رخ خان: د بنګلور پيښه «بالکل غلط کار دی»

۱۳۹۵ دی ۱۹, یکشنبه

د نوي کال په شپه د هند په بنګلور کي د هلکانو له خوا د يوې انجلۍ د جنسي زهيرونې وروسته زياتو هندي هنرمندانو دغه کار غندلی ؤ. اوس شاه رخ خان ويلي چي په دې موضوع کي د هلکانو مور او پلار مهم رول لري.

https://p.dw.com/p/2VTI7
Indien Bollywood Schauspieler Shahrukh Khan in Kolkata
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Das

د هندي فلمي نړۍ ممثل او ستوري شاه رخ خان پر مېندو او پلرونو ږغ کړی دی چي خپلو زامنو ته ښه روزنه ورکړي.

شاه رخ خان د هند په بنګلور کي د يوې انجلۍ د جنسي زهيرول کېدنې د موضوع په تړاو د يوې پوښتني په جواب کي وويل: «دا بالکل غلط کار دی. زه فکر کوم چي مور او پلار بايد خپلو زامنو ته وښيي چي د مېرمنو احترام څنګه وکړي.»

دغه هندي فلمي ستوري د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۷مه نېټه) د يوې غونډي تر څنګ د رسنيو سره په خبرو کي دغه څرګندونې وکړې. شاه رخ خان وويل: «ټولې ښځي د لوڼو او مېندو په شان زما زړه ته نژدې دي. وخت رارسېدلی چي موږ درک کړو او دا خبره يقيني کړو چي مېرمني پر مځکه تر ټولو زیات د احترام وړ دي. هغوی د خدای تخليق دي. بېله توپيره چي يوه ښځه څوک ده او څه کار کوي بايد چياحترام يې وسي.»

د شاه رخ خان څخه تر مخه د هندي فلمي نړۍ يو شمېر نورو هنرمندانو هم د نوي کال په شپه د هند په بنګلور کي د هلکانو له خوا د يوې انجلۍ پر زهيرونه سختي نيوکي کړي وې.اکشې کمار د بېلګي په توګه پر خپله ټويټر پاڼه يوه ويډيو خپره کړې وه چي پکښي د انجونو زهيرونکي يې «لېوان» بللي ول. سليم خان، شېکر کپور، فرهان اختر او يو شمېر نورو هنرمندانو هم پر دغه پېښه سخته خواښيني څرګنده کړې وه.

د بنګلور پېښه

د ۲۰۱۶ کال په وروستۍ شپه د هند په بنګلور کي يوه محصله انجلۍ د شپې پر وخت و خپل کور ته روانه وه چي د څو ځوانانو له خوا په جنسي توګه وزهيرول سوه. دغه پېښه چي په کوڅه کي پر يو کور د نصب سوي فلمي کېمرې له خوا فلمبرداري سوې، وروسته په رسنيو کي خپره سوه.

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۵مه نېټه) د بنګلور پوليسو وويل چي د دغي پيښي مرکزي عامل او د هغه سره مل درې نور تورن کسان يې نيولي دي.

د ښځو او بشري حقونو د سازمانونو په وينا په هند کي هر کال ګڼ شمېر مېرمني د جنسي زهيرونو او تېريو قرباني کيږي خو ډېر کم شمېر يې پر ضد پوليسو يا محکمې ته مراجعه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.11.2016):