1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیول: شمالي کوریا ۵۰ کیلو پلوتونیم لري

۱۳۹۵ دی ۲۲, چهارشنبه

د نړیوالي ټولنې پر سخت مقاومت سربیره هم د شمالي کوریا کمونست رژیم غواړي چې د اتومي قدرت لرونکو حلقه کې مخ پر وړاندې گام واخلي. دا چې څرنگه کیم جونگ دې ته رسېدلی، په یوه نوي رپوټ کې څرگنده شوې ده.

https://p.dw.com/p/2VdKV
Nordkorea Diktator Kim Jong-un
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA

د جنوبي کوریا د اټکلونو له مخې شمالي کوريا خپله د اتومي وسلو زیرمه پراخه کړې ده. د سیول د معلوماتو له مخې شمالي کوریا پنځوس کیلوگرامه پلوتونیم لري. په پلازمېنه سیول کې د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه څه د لسو اتوم بمونو له پاره بسنه کوي.

په رپوټ کې راغلي دي چې دغه مواد چې وسلې ترې جوړیدای شي ینگ بوین، له اتومي بټۍ سره تړاو نیسي چې په دې موده کې بنده شوې ده. زیاته شوې ده چې یوازي په تیرو درو کلونو کې لس کیلو مواد جدا کړل شوي دي. د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په وینا دغه پلوتونیم د سوځول شوي کیماوي توکو څخه بیرته په لاس راوړل شوي دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د شمالي کوریا کمونيستي رژیم د یورانیمو غني کول هم زیات کړي دي. اتومي وسلې له پلوتونیم او یا هم له یورانیمو څخه جوړیږي.

کارپوهان او استخباراتي ادارې اتومي وسلو ته د شمالي کوریا لاس رسی په بیلا بیل ډول اټکلوي. د امریکا متحدو ایالاتو د ساینس او نړیوال امنیت انستیتوت سازمان د تیر کال په جون میاشت کې رپوټ ورکړی وو چې د اټکلونو له مخې شمالي کوریا له ۱۳ څخه تر ۲۱ اتومي وسلو له پاره زیرمې لري. په ۲۰۱۴م کال دغه حد له لسو څخه تر ۱۶ پورې اټکلیده.

د شمالي کوريا واکمن کيم جنگ د نوي کال په وینا کې، اعلان کړی وو چې هیواد یې د قاره یي توغندي د جوړولو په وروستي پړاو کې دی، چې په اتومي خوليو سمبالېدای شي.

د شمالي کوریا کمونيستي رژیم یوازي په تیرو وختونو کې د خپل اتومي پروگرام له کبله نه دی منزوي شوی. بلکي په تیرو وختونو کې هم دغه هیواد د ډیرو اتومي وسلو او توغندیو په ازمویلو سره نړیوالي ټولنه لمسولې ده او له دې کبله پرې تل بندیزونه لگول شوي دي.