1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سیلابونو په پاکستان کې ۲۴ کسان وژلي دي

آژآنسونه / م.س.۱۳۹۵ مرداد ۹, شنبه

د پاکستان شمال لویدیځه برخه کې هغه وخت ۲۴ کسان ووژل شول چې د چارواکو په خبره یې موټر د سیلاب په اوبو کې لاهو شو. وژل شوي کسان ټول د یوه واده میلمانه وو.

https://p.dw.com/p/1JYvx
Pakistan Unwetter Überschwemmung
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

دغه پیښه د خیبر په لنډې کوټل سیمه کې رامنځ ته شوې ده چې له افغانستان سره پولې ته نزدې پرته ده.

د پولیسو چارواکي اقبال خان، ویلي دي چې په دغه موټر کې ۲۵ کسان سپاره وو. هغه زیاته کړې ده: «تر اوسه پورې ۲۴ مړي موندل شوي دي.»

د یوه خیره سازمان ویاند مجاهد خان، ویلي دي چې ډیری وژل شوي کسان ښځې او ماشومان وو. په پاکستان کې له څو ورځو راهیسې سخت موسمي بارانونه وریږي چې له کبله یې په ځینو سیمو کې سیلابونه هم راغلي دي.

د جولای میاشتې له پیل راهیسې، سیلابونو د پاکستان په بیلابیلو برخو کې ۵۵ کسان وژلي دي. دغه شمیرې د پاکستان د بیړنیو حالاتو د مدیریت ادارې یوه چارواکي کړي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(09.09.2014):