1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا کې د معلوماتو د راټولو د قانون پر سر لانجې

(AFP, AP, Reuters)/ مسعود جهش۱۳۹۴ خرداد ۱۱, دوشنبه

سپینې ماڼۍ تر هغه وروسته د دې هیواد سنا «غیر مسووله» وبلله چې هغه د ځینو څارنیزو تدابیرو په غځولو کې پاتې راغله. په دغو څارنیزو اقداماتو کې د امریکایي وګړو د تلیفونو معلومات راټولول هم شامل وو.

https://p.dw.com/p/1Fa5M
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو سناتورانو د یکشنبې په ورځ هڅه وکړه چې د هغو څارنیزو تدابیرو د غځولو یوه لار ومومي چې د سپتمبر د ۱۱مې نیټې تر بریدونو وروسته منل شوي وو. خو هغوی په دې کار و نه توانیدل او له دې کبله د سپینې ماڼۍ له سختو نیوکو سره مخامخ شول.

اوس نو د نورو تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت یا NSA د اداراې د هغه پروګرام په ګډون چې له مخې یې د امریکایانو پر تیلفونونو هم څارنه کیدای شي، د دې هیواد یو شمیر څارنیز پروګرامونه نه دي تمدید شوي. دغه پروګرامونه د دوشنبې په ورځ پای ته رسیدلي دي.

د سپینې ماڼۍ د رسنیو مسوول جوش ارنیست ویلي دي: «موږ پر سنا باندې غږ کوو چې ځان پر دې خبره ډاډه کړې چې دغه غیر مسوولانه وقفه د امکان تر حده پورې لنډه وي.» ارنیست زیاته کړې ده: «کله چې موضوع دومره مهمه وي لکه زموږ ملي امنیت، انفرادي سناتوران باید خپلې گوندي انگیزې غاړې ته کښیږدي او ژر عمل وکړي. د امریکا متحده ایالاتو خلک تر دې د کم څه متسحق نه دي.»

د دغو استخباراتي تدابیرو اصلي مخالفت د راند پاول، له خوا شوی دی چې غواړي په ۲۰۱۶ کال کې د جمهوري غوښتونکو له اړخه ځان په ولسمشریزو ټاکنو کې ونوموي. هغه تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې اجازه به ور نه کړي دغه څارنیز تدابیر وغځول شي.

پاول د یکشنبې په ورځ ویلي وو: « د وطن پالنې تر نوم لاندې قانون [هغه قانون چې له مخې یې د امریکانو تلیفوني اړیکي څارل کیدای شي] به نن شپه پای ته ورسیږي.»

اوس امریکايي سناتوران پر یوه بل قانون باندې چې د «آزادۍ قانون» نومول شوی دی کار کوي تر څو هغه د مخکنیو څارنیزو پروګرامونو ځای ونیسي. دغه قانون ښايي په راتلونکو اوونیو کې تصویب شي.

د نوي قانون له مخې به د NSA د کار ساحه یو څه محدوده شي او د دې سازمان له خوا د امریکایانو د تلیفونونو د څارنې بهیر به پای ته ورسیږي.

که څه هم پاول هڅه وکړه چې د «آزادۍ قانون» مخه ونیسي خو هغه په دې کار کې پاتې راغی او یوازې وتوانید چې په دې اړه رایې اچوونه د څو ورځو له پاره وځنډوي.

د NSA څارنیز پروګرامونه د څو کلونو له پاره په سري توګه پر مخل وړل کیدل، خو تر هغه وروسته پرې نړیوال خبر شول چې د دې ادارې یوه پخواني کارکوونکي اېدوارد سنودن، د دې سازمان د فعالیتونو په اړه معلومات رسنیو ته ورکړل.

سید ریاض