1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سټيفن سميت: طالبانو د مخامخ جگړې توان له لاسه ورکړی

۱۳۹۰ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د اسټراليا ددفاع وزير سټيفن سميت په يوه ناڅاپي سفر افغانستان او هلته روزگان ولايت ته رسېدلي. نوموړي د خپلو عسکرو د ليدني پر مهال پر طالبانو باندي د افغان شخصيتونو پر ترور سخته نيوکه کړې او هغه يي د کمزورتيا نښي بللي.

https://p.dw.com/p/12lBk
استراليايي ځواکونه
استراليايي ځواکونهانځور: picture-alliance/dpa

سميت د ارزګان په مرکز ترينکوټ کي د ميراباد په پوځي قشله کي له خپلو سرتيرو سره د غرمنۍ ترخوړلو وروسته د هغه څه له امله مننه وکړه چي نوموړي يي د دغه ولايت اوسيدونکو ته د امنيت راوستل بولي.

سميت وويل چي سرتيرو يي دغلته په  پوره ميړانه سره د طالبانو او نورور ترهګرو په ټکولو کي کار کړی او له ملکي ادارې سره يي هم اړيکي د هري ورځي په تيريدو غښتلي کيږي.

سميت وويل چي د طالبانو وروستي بريدونه ښيي چي هغوی مخامخ توان له لاسه ورکړی دی.

د ارزګان د ولايتي ادارې د وينا له مخي، نوموړي د ارزګان له والي او همدا راز له امنيه قوماندان مطيع الله خان سره هم کتلي دي.

مطيع الله خان په سيمه کي د ناقانونه وسله والو په درلودو تورن دي، چي د ناټو ځواکونو د لوژستيکي قافلو د خوندي ساتلو لوي قرار دادي هم شميرل کيږي.

نوموړي د ارزګان د وژل سوي پخواني والي جان محمد خان وراره دی، چي له کلونو راهيسي د ارزګان–کندهار پر لويه لاره د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتي کتارونو د بدرګي چاري پرمخ بيايي.

په ارزګان ولايت کي تر ډيره بريده د ګاونډيو ولايتونو په پرتله يي امنيتي حالت ښه دی.

ځکه د دغه ولايت امنيتي حالت تل د کندهار تر اغيز لاندي وي چيري چي، په دي ورستيو کي امنيتي حالت په بي ساري توګه خراب سوي او ډيري حکومتي چارواکي د وسله والو طالبانو له لوري ترور سوي دي.

ټاکل  سوي چي د اسټراليا دفاع وزير له ارزګان وروسته نن کابل ته ولاړ سي او له خپل افغان سيال جنرال رحيم وردګ سره هم وګوري.

په کابل کي د دفاع وزارت د ويندوي دفتر يوه غړي مراد دويچه ويله ته وويل، چي د جنرال وردګ او سميت د خبرو اصلي موضوع به افغان ځواکونو ته د امنيتي مسوليتونو د انتقال پروسه او همدا راز  له ۲۰۱۴ کال وروسته د اسټراليا او افغانستان تر منځ د اوږد مهالو پوځي همکاريو پر سر را څرخي.

روان کال اسټراليايي سرتيرو ته په افغانستان کي تر ټولو خونړۍ وو چي شاوخوا اته سرتيري يي د همدغه کال له پيل راهسي په افغانستان کي وژل سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل