1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سټاين ماير د آلماني پوځ د راوتلو د نيټې د تعينولو مخالف دی

۱۳۸۸ تیر ۱۲, جمعه

په افغانستان کښي د پوځی ماموريت د پراخولو په اړه د جرمني د پارلمان تر واضح مثبتي رايي وروسته بيا هم د افغانستان څخه د آلماني پوځ د راوتلو پر سر بحثونه روان دي ...

https://p.dw.com/p/IgYn
کله چه د جرمني صدراعظمه د خپلو عسکرو سره په افغانستان کښي وه
کله چه د جرمني صدراعظمه د خپلو عسکرو سره په افغانستان کښي وهانځور: AP

د جرمني خارجه وزير فرانک والټر سټاين ماير دافغانستان څخه د آلماني پوځ دممکنه راوتلو د نيټې پر سر بحثونه رد کړي دي . ده د جرمني راډيو کلتور سره په مرکه کښي وويل چه په افغانستان کښي د آلماني عسکرو نظامي ماموريت ددې دپاره ندی چه جرمني خپلو اهدافو ته ورسيږي ،بلکه هدف دادی چه افغانان داسی حالت ته تیاری ونيسي ،چه وکولای سي ، د افغانستان امنيت پخپله وساتلای سي . آلماني پوځ يوازي هغه وخت راوتلای سي ،چه دغه هدف تر لاسه سوی وي .

د جرمني خارجه وزير فرانک والټر سټاين ماير
د جرمني خارجه وزير فرانک والټر سټاين مايرانځور: AP

ده اضافه کړل ،پداسي حال کښي چه جرمني بين امللي مسؤليتونه لري ،او يوازي د ځان دپاره کار نکوي ،نو په دغسي وخت کښي د افغانستان څخه د راوتلو پر سر بحثونه يو بې معنی کار دی . سټاين ماير وايی چه ده ته په افغانستان کښي د آلماني عسکرو سره په خبرو کښي دا معلومه سول ،چه هغوی خپلي وظيفې جدي پر مخ بيايي .

پرون دجرمني پارلمان فيصله وکړل چه په آواکس اکتشافي الوتکو کښي برخه واخلي .

Dpa /

کتونکي : محمد قاسم نوري