سيپراس دوهم وار د يونان لومړی وزير سو
۱۳۹۴ شهریور ۳۱, سهشنبهالکسيس سيپراس د دوشنبې په ماښام په هغو مراسمو کي چي د تلويزيون له لاري په ژوندۍ بڼه خپرېدل د يونان د جمهور رئيس په مخکي دوهم وار د لومړي وزير په توگه د دغه هيواد په اساسي قانون لوړه وکړه.
سيپراس چي د چپي گوند سيريزا مشر دئ د يکشنبې په ورځ په پارلماني ټاکنو کي ډېر رايي گټلي د يونان د مجهور رئيس له خوا د نوي دولت جوړولو سپارښتنه ورته سوې ده.
اوس سيپراس پتېيلې ده چي د سه شنبې ورځي په اوږدو کي د نوي کابينې ترکيب مشخص کړي. د هغه گوند په ټاکنو کي ۳۵،۵ سلنه رايي وگټلې.
سيزيرا گوند په دغو رايو سره په پارلمان کي له ۳۰۰ چوکيو څخه ۱۴۵ خپلي کړي دي. د يوه بشپړ اکثريت له پاره ۱۵۱ چوکۍ بايد په پارلمان کي ولري.
اوس بايد د سيزيرا د گوند مشران يووار بيا له ښی اړخي گوند «خپلواک يونانيان» سره ائتلافي حکومت جوړ کړي. دغه ائتلاف به د يونان په پارلمان کي ۱۵۵ چوکۍ ولري. د کيڼ اړخو او ښی اړخو ائتلاف تر دې دمخه ۷ مياشتي پر يونان حکومت وکړ.
په پام کي ده چي د يونان د نوي پارلمان لومړۍ غونډه به د اکتوبر مياشتي پر لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ وي.