1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيلابونو په پاکستان کي 1.5 مليون انسانان اغېزمن کړي دي

۱۳۸۹ مرداد ۱۱, دوشنبه

سيلابونو د خيبر پښتونخوا زياتي هغه سيمي ځپلي دي چيري چي د بنسټيزو جوړښتونو د کمښت تر څنگ په اوبو سره زيانمن سوي پلونه او سړکونه د کومک د تاخير سبب گرځي.

https://p.dw.com/p/OZpj
په سېلاب ځپلې سيمه کي خلک د هر ډول سامان آلاتو خوراکي توکو او پاکو اوبو د نشته والي سره مخامخ دي
په سېلاب ځپلې سيمه کي خلک د هر ډول سامان آلاتو خوراکي توکو او پاکو اوبو د نشته والي سره مخامخ ديانځور: AP

د پاکستان د تاريخ تر ټولو ستر سيلاب د نوموړي هيواد په جنوب لوېديځ ايالت خيبر پښتونخوا کي سخت ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي. ويل کيږي چي پدغه قدرتي آفت کي څه باندي 1200 انسانان وژل سوي او په لسگونو زره انسانان په اوبو کي گير راغلي او د باندنۍ نړۍ سره يې اړیکي شلېدلي دي. په ټوليزه توگه تر پنځلسو لکو څخه زيات انسانان د مون سون په سيلابونو کي اغېزمن سوي دي. د سيمي يو اوسېدونکی پدې هکله وايي:

«په سيلاب کي زما او د گڼ شمېر گاونډيانو کورنه له منځه ولاړه او يو شمېر انسانانو خپل ژوند دلاسه ورکړی. اوس هم يو شمېر مړي تر اوبو او نړېدلو کورونو لاندي دي چي تر اوسه موږ نه يو توانېدلي چي را ويې باسو. د حکومت او پوځ لخوا لا تر اوسه هيڅ مرسته نده رارسېدلې.»

د پاکستاني پوځ په خپله وينا دوی د سيلاب ځپلو سره د کومک لپاره دېرش زره عسکر په کار اچول سوي دي او دا چي اوس د هوايي پوځ څخه هم کار اخيستل کيږي. د پاکستاني پوځ لخوا د مرستو مسؤل جنرال اطهر عباس وايي:

«موږ خپلو عسکرو ته هدايت کړی دی چي د بې کوره سوؤ انسانانو لپاره کيمپونه جوړ کړي او خپل غذايي ونډې د انسانانو سره تقسيم کړي.»

په لسگونو زره انسانان تر اوسه پوري د خپلو کورونو د بامونو پر سر بند پاته دي
په لسگونو زره انسانان تر اوسه پوري د خپلو کورونو د بامونو پر سر بند پاته ديانځور: AP

خو په سيلاب ځپلې سيمه کي د وارخطايي او گډوډيو خبرونه ورکول سوي دي. د عيني شاهدانو په وينا گڼ شمېر سيمي د اوبو په يوه لوی ډم يا بحر بدلي سوي دي چيري چي تر اوسه پوري لا اوبه ولاړي دي. د ملگرو ملتونو د مرستندويه ټولنې يو غړی پدې هکله وايي:

«تر درو لکو څخه زيات انسانان لا تر اوسه پوري د کورونو پر بامونو يا چتونو باندي دي. موږ تر هر څخه د مخه بايد دغه بند کسان د چتونو څخه را کښته کړو. موږ خوراک او تازه اوبو ته اړتيا لرو. خپله سيمه کي د خوراکي توکو ځېرمي سته خو د گډوډي له وجې موږ ورته لاسرسی نه لرو.»

هغه اغېزمن سوي کسان چي لا تر اوسه ورته مرسته نده رسېدلې ډېر په غوصه دي. گڼ شمېر بېکوره سوؤ انسانانو د مسجدونو او ښوونځيو و ودانيو ته پنا وړې ده. لکه يو اغېزمن سړی چي وايي:

« وضعه دومره خرابه وه چي زياتره خلک دې ته مجبوره وه چي ټوله شپه په ونو کي تېره کړي. د حکومت لخوا تر اوسه پوري هيڅ ندي رارسېدلي، نه درمل، نه کمبلې، نه کږدۍ هيڅ شی حکومت ندي راوړي. موږ بېله يو د بل نه بله مرسته نه لرو. خلک پر سړکونو باندي خپل د ماشومانو مړي ږدي. خو د حکومت لخوا تر اوسه هيڅ ندي رارسېدلي.»

خو د پاکستان پوځ وايي چي په اغېزمنو سوؤ سيمو کي د پوځ مرسته مؤثره او په کافي اندازه ده. جنرال عباس وايي چي د يکشنبې (د اگست د لومړۍ نېټي) راهيسي يې تر 19000 څخه زيات انسانان د سېلاب ځپلو سيمو څخه ژغورلي دي. د نوموړي په وينا بعضي سړکونو هم بېرته رغول سوي دي:

«اغېزمنه سيمه چي پکښي سخت تاوانونه رسېدلي دي ډېره پراخه ده او له همدې وجې کېدلای سي چي د قربانيانو د شمېر د جگېدو نور خبرونه راسي. »

پداسي حال کي چي د پښتونخوا ايالت له وړاندي لا د بنسټيزه جوړښتونو د کمښت ستونزه درلوده په سيلابونو کي د سړکونو او پلونو له منځه تلنې دغه ستونزه نوره هم جدي کړېده. له همدې وجې و اغېزمنو سوؤ سيمو ته د مرستې رسول هم يوه ستره ستونزه ده. په اغېزمنو سوؤ سيمو کي د برېښنا او ټليفون مزي هم خراب سوي دي. که له يوې خوا په سلگونو انسانانو خپل ژوندونونه د لاسه ورکړي دي نو له بلې خوا ژوندي پاته سوي انسانان خپل حالت ته گوته په غاښ پاته دي.

ليکونکی: وېبرمان يورگن/احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم