1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيلابونو د ننګرهار ځينې سيمې تر اوبو لاندې کړې

۱۳۸۹ مرداد ۱۵, جمعه

وروستیو سیلابونو د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې تر دوه زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړه. خلک وایې که دولت مخکې استنادې دیولونه جوړ کړي وای، نو سیلاب به په دومره کچه زیان نه وای اړولی.

https://p.dw.com/p/Odqy
د ننګرهار اوسېدونکي له دولت څخه مرستې او د مخنيوي لپاره استنادي دېوالونه غواړي
د ننګرهار اوسېدونکي له دولت څخه مرستې او د مخنيوي لپاره استنادي دېوالونه غواړيانځور: DW

د ننګرهار ولایت د وروستیو سیلابونو یو شمېر هغه زیان لیدونکي چې د سیلاب له امله یې په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې، له افغان دولت څخه غوښتنه کوي چې د سیلاب د مخنیوي لپاره ورته د سیند تر غاړې استنادي دیولونه جوړ کړي.

د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی چې په سیلاب کې یې اته لس جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده، المان غږ ته وویل چې دولت باید د راتلونکې خطرونو د مخنیوي لپاره د سیند تر غاړې استنادي دیوالونه جوړ کړي.

د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزی هم مني چې دغه ستونزه د ننګرهار په یو شمیر سیمو کې موجوده ده خو په وینا يې د ننګرهار ولایتي ادارې پلان نیولی، چې د موسمي سیلابونو د خطرونو د مخنیوي په موخه په یو مشیر سیمو کې استنادي دیوالونه جوړ کړي .هغه وایې داسی هم نه ده چې دولت په دې برخه کې کار نه دې کړی، خو ستونزې شته او په مراحلو به حل شي.

له بله پلوه د افغانستان د کلیو او پراختیا وزیر وایې چې په لومړیو کې د هغه د لومړنیو اړتیاوو په برخه کې کار شروع کړی او دغلته د بریښنا کوچني بندونه او یو شمیر نورې پروژې عملي کوي.

که څه د ننګرهار په بیلابیلو برخو کې د بیارغونې کارونه ترسره شوي دي، خو د استنادې دیولونو په برخه کې په پراخه پیمانه کار نه دی ترسره شوی .خلک وایې کوم کارونه چې په دې برخه کې ترسره شوي دي، هغه هم ډېر لږ دي .

ليکونکې: ثنا ناصري

کتونکی. نسيم صابر