1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سيرګي لاورف پر ناټو نېوکې وکړې

۱۴۰۱ آذر ۱۰, پنجشنبه

د روسېې د بهرنيو چارو وزير د پنجشنبې په ورځ وويل چې د اروپا د همکارۍ او امنیت په سازمان کې ډېرې ستونزې پيدا شوي او لوېديځ ېې د روسېې او اروپا تر منځ د روابطو په خرابوالي تورن کړ. هغه پر پاپ فرانسیس هم نیوکه وکړه.

https://p.dw.com/p/4KLNK
د روسېې د بهرنيو چارو وزیر، سيرګي لاوروف
د روسېې د بهرنيو چارو وزیر، سيرګي لاوروفانځور: Vitaliy Belousov/SNA/imago

سرګي لاورف د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې یوه مطبوعاتي کنفرانس کې پر لوېديځ تور ولګاوه چې تر سړې جګړې وروسته د اروپا او روسېې تر منځ د یو واقعي ارتباطي پل د رامنځ ته کېدو فرصت ضایع کوي.

لاوروف په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د لوېديځ په اړه د روسېې تاريخي شکایتونه ته اشاره وکړه او وې ويل چې د ناټو «غیرمسئولانه پراختيا» د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان (OSCE) اساسي اصول بې ارزښته کړي دي.

ناټو څه ته وایي او ولې رامنځته شو؟

لاوروف همدارنګه پر ناټو تور ولګاوه چې هڅه کوي تر څو هندوستان، د هغه په خبره، د روسېې ضد او چین ضد په ائتلاف کې راګډ کړي او هغه هم په داسې یو وخت کې چې لوېديځ غواړي د روسېې نفوذ لا کم کړي.

»ناټو د چين په جنوب کې هم لاسوهنه کوي«

هغه د چين جنوبي سمندر ته هم اشاره وکړه چې په وینا ېې ناټو ليواله ده ترڅو په دغه سیمه کې تاوتريخوالي ته شدت ورکړي او پر امريکا متحده ایالاتو ېې تور ولګاوه چې هڅه کوي د سويل ختيځې آسیا هیوادونو يووالی سره وپاشي.

لاوروف همدارنګه پر ناټو تور ولګاوه چې هڅه کوي تر څو هندوستان، د هغه په خبره، د روسېې ضد او چین ضد په ائتلاف کې راګډ کړي
لاوروف همدارنګه پر ناټو تور ولګاوه چې هڅه کوي تر څو هندوستان، د هغه په خبره، د روسېې ضد او چین ضد په ائتلاف کې راګډ کړيانځور: Stefan Puchner/dpa/picture alliance

د روسېې د بهرنيو چارو وزیر زياته کړه چې غرب په اوکراین کې د جګړې د مخنيوي له پاره واقعي فرصت په لاس کې درلود، خو پر ځای ېې د ناټو د پراختيا د مخنيوي په تړاو د روسېې له وړانديزونو سره د مخالفت لار غوره او د کیف له پاره ېې پر يوه ځانګړي امنيتي وضعیت توافق وکړ.

ناټو غواړي خپله ختيځه برخه لا پياوړي کړي

مخکې له دې چې روسیه د فيبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه پر اوکراین پوځي یرغل وکړي، مسکو له لويديځ څخه په اوکراین کې د ناټو د پراختيا د مخنيوي غوښتنه کوله. لاوروف په ننني کنفرانس کې هم وويل: «موږ د ناټو د نه پراختيا او د اوکراین او هر بل چا له پاره د نه امنيتي تړون وړانديز وکړ.» هغه زیاته کړه: «پوتين تيرکال هم د روسېې او هم د اوکراين له پاره د امنیتي ضمانتونو يو وړانديز وکړ.»

خو لوېديځ وايي چې د اوکراین جګړې په درشل کې د روسېې دغه وړاندیزونه غير واقعي او دوه مخي سیاست پر اساس ول.

د پاپ څرګندونو ته د لاوروف غبرګون

سیرګې لاوروف په اوکراین کې د روسي عسکرو د کړنو په اړه، د نړۍ د کاتولیک کلیساو د مشر، پاپ فرانسیس وروستۍ څرګندونو ته هم اشاره وکړه او هغه ېې «غير مسیحې» وښودې چې په خبره ېې درک ېې ډير سخت دی.

پاپ د اوکراین په جنګ کي د سولي امکان ویني

فرانسیس له يوې امريکايي مجلې سره په مرکه کې په اوکراین کې د روسي عسکرو کړنې ظالمانه ښودلې دي.

هغه ويلي ول: «په ټوله کې ښايي تر ټولو ظالمان هغه وي چې له روسېې څخه دي، خو د روسېې له کلتور څخه نه، بلکي لکه چيچينيایان، بورياتيایان او داسې نور. دا واضح خبره ده.»

د چین ولسمشر، شي جین پينګ (ښي لور) او اروپايي اتحادېې د شورا له مشر، چارلیس میشل د دسمبر لومړۍ په بيجنګ کې
د چین ولسمشر، شي جین پينګ (ښي لور) او اروپايي اتحادېې د شورا له مشر، چارلیس میشل د دسمبر لومړۍ په بيجنګ کېانځور: Ding Lin/Xinhua/picture alliance

لاوروف د پاپ فرانسیس د څرګندونو په اړه وويل چې دا غیر مسیحي او د نه درک وړ دي. هغه د روسیې د فدراسیون خلک پر دوو برخو ویشلي.»

د شارل میشل او شي جي پینګ ترمنځ کتنه

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي اتحادېې د شورا مشر، شارل میشل، نن په بيجینګ کې د چین له ولسمشر شي جین پينګ سره کتلي دي.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، په دغه کتنه کې د دواړو لورو خبرې د ژېوپولتیک شخړو پر وضعيت، د اوکراین پر جنګ او د اروپا او چین تر منځ راتلونکو مناسباتو باندې متمرکزې وې. د اقليمي بدلون پر وړاندې مبارزه، تجارتي شخړې او اقتصادي روابط له نورو موضوعاتو څخه دي چې شي او میشل به پر خبرې کوي.

د سولې پر مذاکراتو د شي ټینګار

په رپوټ کې زیاته شوې چې میشل له شي سره د خبرو اترو پر مهال يو ځل بيا له هغه غوښتي تر څو چين په اوکراین کې د جګړې د پای له پاره پر روسيې باندې له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

د روسېې او چين جنګي جيټ الوتکو ګډې ګزمې کړي

د چین ولسمشر په اوکراین کې د جګړې د شدت او غځېدو خبرداری ورکړی دی. د چین دولتي تلویزیون د شي خبرې خپرې کړي چې وايي «د بحرانونو خپاره شوي اثرات» هم باید په کنټرول کې راوستل شي او د سولې خبرې اترې اړيني دي.»

د شي له قوله دغه راز ويل شوي چې چين غواړي «خپل رغنده رول ته په خپلې طریقې سره ادامه ورکړي.»

پر خیرسون ښار د تازه حملو ادعا

روسېې په وروستیو کې د اوکراین د انرژۍ او بريښنا تاسیساتو باندې حملې جاري ساتلي دي
روسېې په وروستیو کې د اوکراین د انرژۍ او بريښنا تاسیساتو باندې حملې جاري ساتلي ديانځور: Ed Ram/Getty Images

په بيجنګ کې دغه کتنه داسې وخت کيږي چې د اوکراین د خيرسون والي د پنجشنبې په ورځ وويل چې روسي ځواکونه په دغه ښار درنې حملې کړي چې په نتيجه کې ېې د دغه ښار د برېښنا نوې شبکه قطع شوې ده.

اوکراین: د اوبو او برېښنا ستونزې او د مهاجرت نوو احتمالي څپو ته تیاری

خيرسون په وروستیو کې وروسته له هغې چې روسي ځواکونه ورڅخه ووتل، بېرته د اوکراین په کنټرول کې راغی. والي یاروسلاو یانوشیویچ وويل چې چارواکي د برېښنا شبکې پر جوړولو لګیا دي.

پر اوکراین تازه درنې حملې؛ لس ميليونه خلک بې برېښنا شوي

د اوکراين ډير نور ښارونه هم د روسي حملو په نتيجه کې دا وخت بې برېښنا شوي دي. روسېې په ورستيو کې د اوکراين د انرژۍ او برېښنا پر تاسیساتو خپلې حملې ډيرې کړي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزير وړمه ورځ په بخارست کې د اروپايي اتحادېې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له اروپايي اتحادېې څخه وغوښتل چې د ژمي په موسم کې دې له اوکراین سره خپلې مرستې له هغې جملې څخه د برېښنايي شبکو د احیا په برخه کې چټکې کړي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل