1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوسیال دیموکراتان د میرکل له ګوند سره د حکومت پر جوړولو خبرې کوي

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۲ مهر ۲۹, دوشنبه

د آلمان سوسیال دیموکراتانو د یوې غونډې په ترڅ کې پر دې خبرې باندې موافقه وکړه چې د انګلا میرکل له مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو سره د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې وکړي.

https://p.dw.com/p/1A37f
د آلمان د سوسیال دیموکراتانو ګوند مشر زیګمار ګبرییل
د آلمان د سوسیال دیموکراتانو ګوند مشر زیګمار ګبرییلانځور: Reuters

د آلمان سوسیال دیموکرات گوند د دې هیواد له مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو سره د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو په موخه خبرې اترې کوي. د سوسیال دیموکرات گوند یوې سرمشرییزې په برلین کې له یوه غوڅ اکثریت سره پریکړه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ د آلمان له مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو سره د یوه ستر ایتلاف د جوړولو پر سر خبرې اترې په رسمي ډول پیل کړي.

تر دې مخکې د میرګل ګوند د زرغونو له ګوند سره هم د ایتلافي حکومت پر جوړولو باندې خبرې کړې وې. په آلمان کې د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو بهیر تر هغه وروسته اوږد شو چې د میرکل د ګوند پخوانی ایتلافي ملګری لیبرال دیموکرات ګوند په وروستیو پارلماني ټاکنو کې ونه توانیدل چې پارلمان ته د لار موندنې په موخه حداقل پنځه سلنه رایې وګټي.

سوسیال دیموکراتانو په خپله غونډه کې پر لسو مهمو موضوعاتو باندې پریکړه وکړه چې باید هرو مرو د خبرو اترو په اجندا کې شاملې شي. د کار د بازار په ټولو ساحو کې د کارګرانو له پاره په یوه ساعت کې حد اقل د ۸،۵ یورو معاش ټاکل او دغه راز د موقتي او د وخت له لحاظه له محدودو مشغولیتونو څخه د ناوړه استفادې مخنیوی په دغو موضوعاتو کې شامل دي.

سوسیال دیموکرات غواړي چې په لوړ عمر کې د غربت پر ضد او دغه راز د زړو خلکو د پالنې له پاره په اقداماتو لاس پورې شي او د تعلیم او بنسټيزو تأسیساتو په برخه کې زیاته پانگونه وشي. پر دې سربیره دغه ګوند غواړي چې د بهرنیو کډوالو ماشومان چې آلمان کی زیږیدلي دي، مجبور نه کړای شي چې وروسته له ۱۸ کلنۍ د خپل پلار او مور د وطن او یا د آلمان د تابعیت تر منځ یو انتخاب کړي. دغه راز دا گوند ټینگار کوي چې په آلمان کې میشت بهرني کډوال باید د دوو تابیعتونو د لرلو چانس ولری. د ایتلاف پر سر د خبرو اترو د ممکنه پایلو په هکله به د سوسیال دیموکرات ۴۷۰ زره غړي وروسته تصمیم ونیسي.

که څه هم په دې ټاکنو کې د میرکل مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو ښې پایلې تر لاسه کړې خو بیا هم نه شي کولای چې په یوازیتوب سره یو حکومت جوړ کړي. اوس نو باید دغه ګوندونه د سوسیال دیموکراتانو، زرغونو او یا هم کیڼ اړخو له ډلې څخه له یوه سره یې ایتلاف وکړي ترڅو وشي کولای چې یو حکومت جوړ کړي.

که څه هم د ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبرې د چهارشنبې په ورځ پیلیږي خو دغه بهیر کیدای شي چې تر یوې میاشتې پورې دوام وکړي. د جمعې په ورځ آلماني ZDF تلویزیون د یوې سروې پایلې اعلان کړي چې ښيي ۸۳ سلنه آلمانیان د مسیحي دیموکرات او مسیحي سوسیال ګوندونو او سوسیال دیموکراتانو تر منځ د یوه ایتلاف د رامنځ ته کیدو پلویان دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب