1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوسيال ديموکرات گوند د شتاين بروک ملاتړ وکړ

۱۳۹۱ مهر ۱۱, سه‌شنبه

له هغه وروسته چې د المان د سوسیال ديموکرات گوند غړو د پیترشتاین بروک، کلک ملاتړ وکړ، هغه د یورو د ژغورولو په برخه کې د انگلا میرکل پر سیاستونو باندي نیوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/16IZW
انځور: dapd

هغه دغه راز د المان او سویس تر منځ له مالیاتو ورکولو څخه د تیښتې په برخه کې د یوه تړون مخالفت هم کړی دئ.

د المان په راتلونکو ټاکنو کي د صدراعظمې انگلا میرکل اصلي سیال پیر شتاین بروک، د دوشنبې په ورځ پر اروپايي بانکونو باندي د لا سختو قانونو د وضع کولو او د هغوی د واک د محدودولو غوښتنه وکړه.

هغه همداراز د المان او سویس تر منځ له مالیاتو څخه د تیښتي پر سر پر یوه تړون باندي هم نیوکي وکړې او هغه ته ئې د «بې فایدې» خطاب وکړ. شتاین بروک وویل، چې گوند به ئې په دې برخه کې د میرکل د پلان مخالفت وکړي.

د المان او سویس تر منځ د مالیاتو له ورکولو څخه د تیښتي په اړه دغه تړون باید په راتلونکي کال کې نافظ شي خو میرکل د هغه د تصویب له پاره د المان د ایالتي استازو په شورا یا بوندسرات کې په لازمه اندازه ملاتړ له ځان سره نه لري.

پیر شتاین بروک د المان د صدراعظمۍ له پاره نوماند؟

شتاین بروک دغه خبري د المان د سوسیال دموکرات گوند له مشر زیگمار گبریل، سره یوځای په یوه گډ خبري کنفرانس کې وکړي. گبریل وویل چې گوند به ئې د المان د صدراعظمۍ له پاره د پیر شتاین بروک، له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړي.

د دې له پاره به نو بل گام په رسمي ټوگه د هغه نوماندول وي. دا په داسې حال کې ده چې وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې پیر شتاین بروک به ډیر سخت کار په مخکي ولري. د صدراعظمې میرکل گوند په المان کې ډیری ملاتړي لري.

شتاين بروک د المان په پخواني ائتلافي حکومت کي د اقتصادي چارو وزير او د «نارد راين ویستفالن» ايالت لومړی وزير تیر سوی دئ. د گابريل په وينا شتاين بروک به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي د اوسنۍ لومړۍ وزيرې انگلا میرکل وړ سيال وي.

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس، د المان خبري آژانس، اسوشیتد پرس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل