1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې ته د وسلو د پلورلو په اړه شخړو زور اخیستی دئ

۱۳۹۱ خرداد ۲۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15EPY

د سوریې کړکیچ ته په کتو سره فرانسه غواړي چې په زور سره د کوفي عنان له خوا د سولې د پلان د پلي کولو له پاره هڅې وکړي. د پاریس حکومت غواړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندیز وکړي چې د ملګرو ملتونو د منشور د اومې مادې پر اساس عمل وکړي. دغه خبره د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورینت فابیوس په پاریس کې کړې ده. هغه زیاته کړه چی په دې وسیله به د بندیزونو د وضع کولو او یا هم د بهرنۍ مداخلې له پاره لاره هواره شوې ده.

له بلې خوا بیا د سوریې کړکیچ د امریکا او روسیې اړیکې هم ترینګلې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنتن، پر روسیې باندې تور لګوی دئ چې سوریې ته جنګي څرخي الوتکې استوي. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف، بیا دغه ټول تورونه رد کړي دي او پر دې ئې ټینګار کړی دئ چې د دمشق له مشرتابه سره د مهماتو تجارت د دغه هیواد د اولس حقونه نه تر پښو لاندې کوي.