1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریې ته «د آلمان له پاره بدیل» ګوند د پلاوي سفر

۱۳۹۶ اسفند ۱۶, چهارشنبه

د «آلمان له پاره بديل» ګوند یو شمیر سیاستوال د سوریې د امنیتي وضعیت د څیړنې په موخه دغه هیواد ته تللي دي. دوی هڅه کوي چې سوریه امن سیمه اعلان شي او له آلمان څخه سوریایې مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

https://p.dw.com/p/2trrm
Symbolbild Flüchtlingsgegner Pegida AFD Rechte
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

د AFD یا آلمان له پاره د بديل ښي اړخي ګوند یو شمیر سیاستوال په ناببره توګه سوریې ته تللي دي. دوی اراده لري چې د دغه هیواد امنیتي وضعیت و ارزوي او وروسته بیا د شاوخوا نیم میلیونه سوریایې مهاجرو بیرته ستنیدنې ته زمينه مساعده کړي.

د تیري سه شنبې په ورځ د دغه ګوند غړو په ټولنیزو رسنیو کې د سوریې د ولسمشر بشاالاسد له متحدینو سره د خپل ملاقات او د دمشق په کوڅو کې د ښځو د تګ راتګ انځورونه خپاره کړل.

په دغه پلاوي کې په مجموع کې ۷ تنه شامل دي چې څلور تنه یې د آلمان د مرکزي پارلمان یا بونډسټاګ او پاتې نور یې د ایالتي پارلمانونو په ځانګړي توګه د نورد- راین وستفالن ایالت مهم غړي دي.

سربیره پر دې دغه پلاوی په پام کې لري چې د حمص او حلب له ښارونو څخه، چې لویه برخه یې د اسد د ځواکونو تر کنترول لاندې ده هم لیدنه وکړي.

د نورد- راین وستفالن ایالت په پارلمان کې د «آلمان له پاره بديل» ګوند د استازې مرستیال هلموت زایفن، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دې سفر هدف د وضعیت د بررسۍ او څیړنې له پاره د معلوماتو را ټولول دي چې «آیا د دغه هیواد په هر ګډ کې جګړه روان ده او یا امنې سیمې هم شتون لري؟»

زایفن ټینګار وکړ چې دا یو خصوصي سفر دی. د هغه په خبره ګوند یې غواړي چې د نوموړي پلاوي په وسیله د دغه هیواد د امنيتي وضعیت په اړه رپوټ ترلاسه کړي.

د آلمان له پاره د بديل ګوند دغه پلاوي نه دي ویلي چې د کومو معیارونو پر بنسټ دوی د سوریې بشري او امنیتي وضعیت ارزوي.

د «تشرين» په نوم د اسد د رژیم یو پلوي رسنۍ د آلمان د نورد- راین وستفالن ایالت په پارلمان کې د AFD استازي کرستین بلکس، په حواله رپوټ ورکړی دی: «موږ په آلمان کې د جګړې تر ټولو خراب شرایط تجربه کړي دي او پوهیږو چې جګړه له ځان سره کومې بدبختۍ لري. موږ د هغو خلکو په لیدو حیران شو، چې په دمشق کې خپل عادي ژوند پر مخ وړي.»

 بلکس، همدارنګه وروسته له غرمې په دمشق ښار کې د هغو ښځو تر اغیزې لاندې راغلی وو چې د تور حجاب پر ځای یې آبي رنګه پتلونونه اغوستي ول. دغه آلماني سیاستوال زیاته کړه: «ښځې په بار یا میخانه کې ناستې وې. چې دغه شان يو څه له بده مرغه د برلين په نوې کولن سیمه کې نه شته.»

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څځه انځوریز رپوټ:

کریستین په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د آلمان حکومت «د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې ښځې د برقې په پر سرولو مجبوره کوي.»

یو شمیر سوریایې اتباعو د آلمان د ښې اړخي ګوند د دغه سیاستوال د پيغور ډوله خبرو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. دوی ویلي دي چې د ختیځ طوغه په څیر د سوریې یو شمیر سیمې هره ورځ بمبار کیږي. انتقاد کوونکو د ملګرو ملتونو د عمومي مونشي انتونیو ګوتریش په حواله لیکلي دي چې دغه سیمه د «دنیا دوږمخ» دی.

بل لور ته د آلمان د زرغون ګوند ځينو استازو هم د دغه سفر په اړه خپله غوسه څرګنده کړې ده. کونستانتین فون نوتس په خپل تویتر کې لیکلي دي: «د آلمان له پاره د بدیل ګوند سیاستوال د اسد پلوه ماشومانو په څیر عمل کوي».

د آلمان له پاره بديل ګوند د آلمان پارلمان ته په خپل لومړي وړاندیز کې له حکومت څخه وغوښتل چې سوریه دې د امنې سیمي په توګه په رسميت ؤپيژني.

دوی همدارنګه ټینګار کړی دی چې په سوريه کې جګړه خپل وروستي پړاو ته رسیدلې ده، او برلين باید له بشارالاسد سره د سوریایې مهاجرو د بیرته ستنولو په اړه د خبرو اترو د پیلیدو ابتکار تر لاس لاندې ونیسې.

ډیر شمیر سوریایې مهاجر چې اوس په آلمان کې ژوند کوي له اسد رژیم سره د مخالفت له امله او یا هم په زوره په نظامي لیکو کې د داخلیدو له ویري له خپل هیواد څخه مهاجر شوي دي. دوی سوریې ته د بیرته ستنیدنې په صورت کې خپل ژوند په خطر کې ويني.