1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«سوریه کې د داعش ۳۰۰۰ غړي تسلیم شوي»

۱۳۹۷ اسفند ۲۲, چهارشنبه

تندلارې ډلې داعش چې یو وخت یي په سوریه او عراق کې زیاتې سیمې نیولې وې اوس يي په زرونو غړي تسلیم شوي دي. د کردانو په مشرۍ ځواکونو له خوا د داعش د وروستي پټنځای پر ضد د وروستۍ حملې د چمتووالي رپوټونه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/3EulG
Syrien Baghus l Kurden starten finale Offensive gegen IS
انځور: Reuters/R. Said

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په اصطلاح د «اسلامي دولت» ډلې شا او خوا ۳۰۰۰ غړو په سوریه کې خپل وروستی پټنځای پریښی، څو د کردانو په مشرۍ ځواکونو ته تسلیم شي.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اس ډي اف) ویاند مصطفی بالي، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د مارچ ۱۲مه) ویلي دي: «د داعش غړو شمیر چې د تیر ماښام راهیسې موږ ته تسلیم شوي دي ۳۰۰۰ تنو ته رسیدلی دی.»

د سه شنبې په ورځ د سوریي دیموکراتیک ځواکونو په مؤقتي ډول د داعش تر ولکې لاندې باغوز باندې بریدونه ودرول، څو خلکو ته د دغې سیمې د پریښودو اجازه ورکړل شي او دوی ته ځانونه وسپاري. دغه سیمه د سوریې په ختیځ کې موقعیت لري.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه چې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د یوه نړیوال ائتلاف له ملاتړ څخه برخمن دي، د یکشنبې له ورځې راهیسې پر باغوز بمباري کوي.

یوه قوماندان د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ځواکونه پر دغه سیمي باندې د یرغل له پاره چمتووالی نیسي. د متحده ایالاتو په مشرۍ نړیوال ائتلاف ویلي دي چې داسې باور کیږي چې د داعش یوازې «څو سوه جنګیالي» په دغه ځای کې پټ وي.

د سوریي دیموکراتیک ځواکونو څو وارې پر باغوز باندې خپله حمله ځنډولې ده، ځکه چې ویل کیږي ډیر شمیر ملکیان چې زیاتره یې د داعشیانو میرمنې او ماشومان دي لا هم په باغوز کې دي.

لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د تیر کال د دسمبر میاشتې راهیسې شا او خوا ۶۰۰۰۰ کسان له باغوز څخه راوتلي دي. داسې اټکل کیږي چې لس سلنه یي د داعش جنګیالي اوسي.

ویل کیږي چې د باغوز د باندې د داعش جنګیاليو د دغه هیواد په لیرې پرتو سیمو کې خپل فعالیت ته ادامه ورکړې ده.

په ۲۰۱۴م کال کې دغې تندلارې ډلې د سوریې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې له رامنځ ته شوي ګډوډۍ څخه ګټه واخیسته او په سوریه او همداشان د هغې په ګاونډي هیواد عراق کې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې. دغې ډلې بیا تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې په خپل سر د «خلافت» د جوړولو اعلان وکړ.