1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریایي کډوال د اردن په پوله بند پاتې دي

۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16DCR

له سوریې څخه په زرگونو کډوالو چې غوښتل ئې له جگړې څخه اردن ته کډه وکړي، د یکشنبې په ورځ پولې ته څیرمه د وسله والې نښتې له امله بند پاتې دي. دغه خبر د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ورکړی دئ. د ارقامو پر اساس تیره اونۍ په اوسطه توگه هره ورځ کابو ۷۰۰ سوریایان اردن ته د اوښتې دي. خو د یکشنبې د ورځې جگړې دغه لړۍ په ټپه درولې ده.

په عین وخت کې په سوریه کې سیاسي گوندونو په اصطلاح «داخلي اپوزیسیون» په دمشق کې یوه غونډه تر سره کړې ده چې په سوریه کې روانۍ کورنۍ جگړې د ختمولو له پاره لارې چارې ولټول شي. زیاته شوې ده چې د سوریې دولت دغه غونډه تائید کړې ده خو د سوریې د یاغیانو د ډلې شوری ویلي دي چې دغه غونډه د بشارالاسد د رژیم له خوا جوړه شوې ده چې پر دې کار سره نړیواله ټولنه تیر باسي.