1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریایي مهاجر په انترنتي ستوري بدل شوی

ستار جهش/ جینینا سیمینوا۱۳۹۴ آذر ۷, شنبه

په برلین کې د الکس په نامه د یو سوریایي مهاجر په اړه په فیسبوک کې یوې کیسې د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی. دغه مهاجرهر شنبې پر بې وزلو او بې کوره کسانو خواړه ویشي.

https://p.dw.com/p/1HE03
Berlin syrischer Flüchtling kocht für Obdachlose
انځور: picture-alliance/dpa/K. D. Gabbert

د مهاجرت په اړه نور معلومات زموږ په ځانګړې پاڼې کې ولولئ:

دا یوه داسې کیسه ده چې انترنت یې په خوځښت راوستلی : یو سوریایي مهاجر چې الکساندر اسالي نومیږي هر شنبه خواړه پخوي او په برلین کې یې پر بې کوره کسانو ویشي. د الکساندر دې کوچني خیریه کار له هغې وروسته د نړیوالو پام ځان ته راواړوه چې د تابیا بوتنیر په نامه یوې ښځې د الکساند په اړه په خپلې شخصي فیسبوک پاڼه کې ولیکل.

تابیا دویچه ویله ته وویل چې الکس له تیرو دریو میاشتو راهیسې سوریایي خوراک پر بې وزلو او بې کوره کسانو ویشي. هغه تیره شنبې ورځ د برلین د «الکساندرپلاتز» نومي ځای کې نوموړی سوریایی مهاجر د لومړي ځل لپاره ولید چې پر بې وزلو خلکو یی خواړه ویشل.

سبا ته تابیا د الکس یو انځور فیسبوک ته پورته کړ او ورسره يې ولیکل، «دا الکس دی»

تابیا همداراز لیکلي دي: «هغه هره شنبې ورځ سرکونو ته وځي او سره له دې چې خپله هم ډیر څه نه لري بیا هم پر بې کوره کسانو خوراک ویشي.»

تابیا د الکس انځور او کیسه اصلا یواځې خپلو ملګرو او دوستان سره شریکه کړې وه.

Flüchtling kocht für Obdachlose
انځور: facebook/Tabea Bü

هغې دویچه ویله ته وویل: «ما د هغه [الکس] په څیر کس نه دی لیدلی چې هر څه یې له لاسه ورکړي وي او بیا هم هر څه نورو ته ورکوي.»

الکس له سوریې څخه تر تیښتي وروسته څو کاله وړاندې آلمان ته ورسید. هغې چې د معلوماتي تکنالوژي انجنیر دی په لاره کې د پیسو له کمښت سره هم مخامخ شوی وه.

الکس دا کار د دې له پاره کوي چې د آلمان خلکو ته یو څه بیرته ورکړي. هغه دا د خپل د خوراک ویش پر میز هم لیکلي دي همداراز د ایمیل ادرس يې هم لیکلۍ ترڅو که څوک غواړي هغه سره په دې کار کې مرسته وکړي نو ورسره اړیکه ونیسي.

هغه خپله خوراک پخوي او هغه هم معمولا سوریايي خوراک. تابیا وايي: «هغه یو ښه پخوونکی دی.»

هغه همداراز وایي چې په فیسبوک کې دا کیسه ۲۰۰۰کسانو له خپلو ملګرو سره شریکه کړې ده او زیاتوي: «ډیر شمیر خلک لا هم دا لیکنه له خپلو ملګرو سره [په فیسبوک کې] شریکوي.»

تابیا وايي هغو کسانو ته چې الکس خوراک ورکوي هغوی فیسبوک نه لري خو تابیا او الکس په دې خوښ دي چې دا کیسه به نور کسان وهڅوي تر څو داسې کار وکړي.

هغه همداراز هیله لري چې پر پاریس بریدونو وروسته چې د سوریایي مهاجرو پر وړاندي یې منفي نظرونه راوپارول داسې یو کیسه به د مهاجرو په انځور کې بدلون راوړي.

Facebook Screenshot Alex aus Berlin - Seite von Tabea Bü
انځور: facebook.com/tabea.bue

تابیا او الکس له یو بل سره د مهاجرو او المانیانو له پاره په یو کډ استوګنځاې کې وپیژندل او اوس د رسنیو تر سترګو لاندې دي.

خو الکس او تابیا به بیا هم د شنبې په ورځ سرکونه ته ووځې او پر بې کوره کسانو به سوریایي خوراک وویشي او یا د الکس پر وینا «د آلمان خلکو ته به بیرته یو څه ورکړي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب