1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوریايی یاغیانو خپلی وسلې النصره ته ورکړي دي

آژانسونه/پوپل۱۳۹۴ مهر ۴, شنبه

د امریکا پوځ اعلان کړی چی د متحده ایالاتو د ځواکونو تر روزنی لاندی سوریایی پوځ ،خپل د تجهیزاتو او وسلو یوه برخه چی د هغو په اختیار کی وه، د النصره جبهې ته کومه چی د القاعده متحده ده ، سپارلې ده.

https://p.dw.com/p/1GdvE
Syrien Rebellen Provinz Idlib
انځور: Reuters/M. Bayoush

د متحده ایالاتو د پوځ یوه ویاند د جمعې په ورځ (۲۵ سپتمبر) اعلان وکړ چی د سوريې د مخالفینو هغه ډله چی د امریکا د ځواکونو تر ځانگړو روزنی لاندی وه ، خپل د تجهیزاتو او وسلو یوه برخه ، د « امن د لاري »پر سر معاملې په هدف د النصرې د جبهې ځواکونو ته چی د القاعدې سره متحد دي ، ورسپارلې ده. نوموړي تجهیزات د امریکایی ځواکونو له لارې د هغوی په واک کی ورکړل سوي وه.

د رویترز خبری آژانس د رپوټ له مخی د امریکا د پوځ ویاند پاتریک رایدر دغه خبر د رسنیو په اختیار کی ورکړی دی. د هغه په حواله د سوریې د مخالفانو دغې ډلې د النصرې ځواکونو ته د معاملې له پاره شپږ پیکپ موټران اود مهماتو زیاته برخه ورسپارلې ده. دغه پیښه د سپتمبر د میاشتی پر ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټه رامنځته سوې ده.

د رایدر په خبره که نوموړي معلومات حقیقت ولري نو دا به د اندیښنې وړ یوه موضوع وي چی پر اساس یې د تجهیزاتو د پروگرام او د سوری مخالفانو د روزنې د اصولو څخه سرغړونه سوې ده.

د امریکا کانگرس ۵۰۰ میلیونه ډالره بودجه ، د سوریې د حکومت د پنځه زره مخالفو یاغیانو د روزنې او تجهیزولو له پاره ځانگړې کړي دي ، تر څو په دې ډول د اسلامی دولت ډلې پر ضد خپله جگړه پر مخ بوزي. د امریکایی چارواکو په حواله ددغو ځواکونو لومړنۍ ۵۴ کسیزه ډله د النصرې د ډلې له خوا له منځه تللې ده.

د متحده ایالاتو یوه لوړپوړی چارواکی تیره اونۍ ویلی چی ددغو ځواکونو یوازی څلور یا پنځه تنه روزل سوي کسان په سوریه کی په جگړه بوخت دي. په همدې حال کي څه د پاسه لس تنه نورهم په روانه اونۍ کی ددغو ځانگړو ځواکونو سره یو ځای سوي دي. ځینو امریکایی چارواکو د رویترز سره په خبرو کی ویلی چی ددغې موضوع په هکله پلټنی پیل سوي او امکان لري چی د هغه په جوړښت کي بدلون رامنځه سي.