1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريې د کيمياوي وسلو څېړونکو ته اجازه ورکړه

شمس الرحمن ناصر (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۴, دوشنبه

د سوريې حکومت، دمشق ته څرمه په غوطه سیمه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د تورونو د پلټني په موخه د ملګروملتونو د پلټونکي ټیم د څارني له پروګرام سره خپله موافقه ښوولې ده.

https://p.dw.com/p/19W2O
Activists and medics manufacture homemade chemical masks in Damascus' suburbs of Zamalka August 23, 2013. Picture taken August 23, 2013. REUTERS/Hadi Almonajed (SYRIA - Tags: HEALTH CONFLICT CIVIL UNREST POLITICS)
Syrien Aktivisten stellen in Damaskus selbst Gasmasken herانځور: Reuters

د سوريي پاڅونکوونکي د دغه هیواد پر حکومت باندي تور لګوي چې د غوطه په سیمه کې يي د پاڅونکوونکو د ځپلو له پاره کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي، د دغي موضوع د پلټنې له پاره د ملګروملتونو له خوا یو پلټونکې ټیم سیمې ته رسېدلی دی.

د سوريي حکومت د یکشنبې په ورځ دغه څارونکي ټیم ته د یو تړون په ترڅ کې د پلټنې اجازه ورکړه. د دغه تړون پر اساس به د ملګروملتونو پلټونکی ټیم چې تر مخه لا دغه هیواد ته استول شوی وو، نن د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اگست ۲۶) به خپل کار پيل کړي.

د دغه تړون پر اساس به د سوريي حکومت د ملګرو ملتونو له پلټونکي ډلې سره بشپړه همکاري وکړي. روسيې هم د اسد رژيم له خوا د دغه اقدام هر کلی کړی دی.

سپيني ماڼۍ پر دې سربيره چي د اسد رژيم دغه گام يې ډیر ځنډنی بللی دی، ویلي دي چې پر دې باندي اعتبار کول هم ډیر مشکل دی. یوه امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه اخيستلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د واشنګټن ګومان کوې چې د اسد حکومت کیمیاوي وسلې کارولي دي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي دي چې د واشنګټن حکومت تحلیل د ښکاره اطلاعاتو پر بنسټ ولاړ تحلیل دی. د امریکا د کانګرس یو شمیر غړي په سوريه کې پوځي مداخله د وخت یو ضرورت بولي.

د امریکا د دفاع وزیر چاک هیګل چې اوس د لیري ختیح په سفر بوخت دی اندیښنه ښوولې ده چې د دې امکان شته چې اسد دې د تیرې چهارشنبې د ورځې....................


د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړې چارواکې انجیلاکین د تیري شنبې په روځ دمشق ته رسېدلې ده. د دغه سازمان د بې وسلې کولو د پروګرام مشره انجیلا کین د سوريي حکومت په قانع کولو بریالۍ شوې ده. کین د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون له خوا سوريي ته استول شوې ده.

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون هم د غوطه په سیمه کې د کیمیاوي وسلو استعمال له نړیوالو قوانینو څخه سخته سرغړونه بللې ده. د سوريي پاڅونکوونکو د تیرې چهارشنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د سوريي حکومت د پلازمېني دمشق په اطرافو کې کیمیاوي وسلې کارولي دي چې په ترڅ کې يې په سونو کسان وژل شوې دي.


د وژل شوو کسانو دقیقه شمیره نه ده معلومه. بې سرحده ډاکټرانو او د حکومت مخالفینو د کیمیاوې وسلو د استعمال له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۳۰۰ تنه ښيي. ویل کیږي چې د غوطه ختیځه سیمه د پاڅون کوونکو په کنترول کې ده.

د سوريي حکومت بیا دغه تورونه ردوي. دوې ورځي دمخه د لومړي وزیر مرستیال قدری جمیل، اسوشېتید پریس خبري آژانس ته ویلي ول چې هغه په شخصي توګه له هر ډول نړیوال سازمان د پلټنې سره موافقه لري.

امریکا او فرانسي ویلي ول چې که چیري د سوريي رژیم د مخالفینو هغه ادعا چې د سوريي حکومت د غوطه په سیمه کې کیمیاوي وسلې کارولي دي رښتیا ثابتي شي نو په دغه هیواد کې به پوځي مداخله وکړي.