1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«سوريې ته د کيمياوي موادو صادرات غير پوځي ول»

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۲۸, پنجشنبه

آلمان تر سلو ټنو زيات کيمياوي مواد سوريې ته صادر کړي دي. د آلمان د صدراعظمي په خبره داسي هيڅ نخښه نښانې نسته چي وښيي د بشارالاسد رژيم دي دغه مواد د کيمياوي وسلو په توليد کي کار ولي وي.

https://p.dw.com/p/19kQA
انځور: Reuters

د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل، د دغه هيواد له لومړي تلويزيوني چينل سره د چهارشنبې په ماښام (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۱۸) په خبرو کي تائيد کړه چي دغه هیواد سوريې ته ډېر کيمياوي مواد صادر کړي دي، خو هغې زياته کړه چي په دې اړه هيڅ دليل موجود نه دی چي وښيي د بشارالاسد رژيم دي له دغه موادو څخه د کيمياوي وسلو په جوړولو کي کار اخيستي وي.

ميرکل وويل چي د دغه هيواد سوسيال ديموکرات او زرغون گوند چي هغه مهال په حکومت کي ول د کيمياوي موادو دغه معملې يې په دقت سره څارلې تر څو دغه صادراتي مواد په پوځي برخو کي مصرف نه سي. ميرکل ټينگار وکړ: «هغه معلومات چي زما په اختيار کي دي دا دي چي دغه مواد يوازي په غير پوځي برخو کي مصرف سوي دي.»

ميرکل يادونه وکړه چي له هغه وخت راهيسي چي پر سوريې باندي اقتصادي بنديزونه لگول سوي دي (۲۰۱۱) دغه شان صادرات بېخي درول سوي دي.

دوه گونی قابليت

د راپورونو له مخي د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۶ کلونو ترمنځ له آلمان څخه سوريې ته کيمياوي مواد صادر سوي دي. دغه موضوع د آلمان د فدرالي حکومت له خوا د «چپيانو» گوند د پوښتني پرمهال تائيد سوې ده.

د آلمان د دولتي سرچينو په حواله په دغه وخت کي سوريې ته نزدې ۱۳۷ ټنه کيمياوي مواد صادر سوي دي. د دغو موادو يوه برخه يې دوه ترکيبه لري، دا په دې معنی چي هم کيدای سي چي په عادي شيانو کي وکارول سي او هم د کيمياوي وسلو په جوړولو کي وکارول سي.

د بشاالاسد رژيم په دې تورن دي چي د روان کي د اگست مياشتي پر شلمه نېټه يې دمشق ته نزدې سارين زهرجن گاز استعمال کړی دی. د دغه پيښي په پايله کي نزدې ۱۴۰۰ کسان وژل سوي دي چي ډيری يې ښځي او کوچنيان دي.

د آلمان د حکومت په اند په هغو څېړنو کي چي د نړيوالو له خوا تر سره سوي دي، داسي هيڅ نخښي نښانې نسته چي وښيي سوريې ته صادر سوي آلماني کيمياوي مواد دي بې له غير پوځي برخو په نورو برخو کي هم کارول سوي وي. د آلمان د اقتصاد وزارت ويلي دي چي سوريې ته د کيمياوي موادو صادرات بايد په کيمياوي وسلو کي له کار اخيستلو سره و نه تړل سي.

د آلمان دولتي چارواکي ټينگار کوي چي سوريې ته د کيمياوي موادو صادرات ډېر په دقت سره څارل کېدل. د دغو موادو پر صادراتو باندي څو دولتي ارگانونو څارنه کوله.