1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه : د بشرالاسد پرضد سخت احتجاجونه روان دي

۱۳۹۰ فروردین ۲۶, جمعه

د څلورو اونيو راهیسي په سوريه کي د لاريونونو دوام ، د کورونو او موټرنو سوځيدل ،وهل ټکول او د يوګڼ شمير وګړو بندي کيدل روان دي

https://p.dw.com/p/RI9j
انځور: picture-alliance/dpa

د څلورو اونيو راهيسي دولتي ځواک او لاريون کونکي يو دبل په مقابل کي په جګړه کي دي . ددمشق د پوهنتون غړی ماروان کابالا د راتلونکي وخت وړاندوينه داسي کوي او وایي ، : « حالات به ارام نسي ، اخرنيو اونيو داښکاره کړه چي زور زياتی د نوي زورزياتي د پیداکيدو سبب کيږي ، وينه تويول د نوي ويني تويولو سبب کيږي . دا يوه شيطاني کړۍ ده .هر څوک چي سوریې ته ځي ،بيریږي . په اوس وخت کي سوريې ته ډير خلک نه راځي ، بهرني ژورنالستان نيول کيږي ، او بيرته خپلو هيوادونو تهليږل کيږي . سياحتي شرکتونو سوريه د خپل پروګرام څخه لیري کړېده .

ټول معلومات چي دسوريې څخه دباندي راوځي ، پوره فلتر شوي وي ، غير فلتر شوي معلومات ډير په ګرانه لاس ته راځي . د انټرنيټ ، يوټیوب ،او موبايل ټيلفونو، د ويډيو کمرې او عيني شاهدانو معلومات د موزايک د ډبرو په ډول د سوريې د انقلاب څرګندونه کوي .

Regierungsbildung in Syrien
انځور: dapd

د بشری حقوقو پلويان تراوسه پوري په سوريه کي د 200 مړو څخه خبر ورکوي . د سوريې جمهور ریس بشرالاسد د لاريونونو او نا اراميو وجهه او سبب بهرنيان بولي . د سوريې دولتي تلويزون د يوڅو کسانو ښودنه کوله چي پيسې او وسلې د لبنان څخه اخلي او په سوريه کي يې نا اراميو ته لمن وهله . پدې هکله ماروان کبا لا داسي وايي ،... «کيداي سي چي وي به ، داسي يوشی ممکن دی ، خوکه چيري داوله سره چا اعتماد او باور د لاسه ورکړی وي ، نو خلک وروسته په چا باور نکوي ، اوداد سياسي رهبری يوه غټه غلطي او اشتباه ده .

سوريې د ډيري مودې راهيسي د بدلونونو په تړاو هرڅه بې پروا بلله او حتی مسخرې به يې ورباندي کولې . بشرالاسد د 11 کلونو راهیسي پر قدرت دی، ډيري ژمني يې وکړې خو يوه يې هم سرته ونه رسوله .»

د ريفورم غږ په خوله کي ، کوتک او وسله په لاس کي . دا د سوريې د دولتي ځواک حالت دی ، خودا چي اسد به راوه پرځي ، جوته نده ، ځکه چي د 50 کلونو راهيسي په سوريه کي يو اضطراري حالت موجوددی او يو کلک امنيتي ځواک او جال حالت بلکل په خپله ولکه کي راګير کړيدی .

دعيني شاهدانو د بيان په حواله هغو پوځيانو چي پر لاريون کونکو يې نه غوښتل ډزي وکړي ، ويشتل شويدي . د نژدې ختيز ماهره لامس اندوني پدې باب داسي وايي ،... « دا ښکاره ده چي اسد ملاتړي لري خو متوسطه طبقه يا قشر دا ډار لري چي د احتجاجونو او مظاهرو وروسته به څه راځي ؟ د اسد پسي ښکار روان دی .»

دا وايي چي کيدای سي دعراق غوندي يوه داخلي جګړه دلته هم رامنځ ته سي ، ځکه چي خلک د اسد ملاتړ نکوي ، خو په عين حال کي دی لکه د نورو دولتي مشرانو غوندي ددولتي ثبات دپاره يو تضمين دی . که چيري احتجاجونه او مظاهري ودريږي نو دوی به بياهر څه بايللي وي ، خو ددوی ډار په حقيقت کي همدغه کوچنی اميد دی . ډار او ويره دواړه يوه ګډوله (ترکيب )جوړوي چي د بشرالاسد د ژوندي پاته کيدلو يا پر قدرت پاته کيدل يو څه ممکن کوي .

اولريش/ ګرديوال

کتونکی: محمدقاسم نوري