1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوريه، ایران او شمالی کوریا له بشري حقونو په سرغړونه تورن دي

۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16roc

ملګرو ملتونو، سوریې، ایران او شمالي کوریا له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن کړي دي. د بشري حقونو کمېتې په یوه پرېکړه لیک کي دا تصدیق کړل چي په تېرو کلونو کي په دغو درو هیوادونو کي د بشري حقونو له ډېرو پېښو څخه سرغړونه سوې ده. د شمالي کوریا په اړه پرېکړه لیک د اول وار له پاره بې له کومي مخالفي رای تصویب سو. همدارنګه د هغه دوست هیواد چین هم له هغه سره کوم مخالفت ښکاره نه کړ. غربي دیپلوماتانو هم دغه کار یو لوی بری وباله. د ایران په مقابل کي د پرېکړه لیک پر ضد ۳۱ هیوادونو او د سوریې په مقابل کي ۱۲ هیوادونو مخالفې رايي ورکړې.