1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سوات: په ترافیکي پیښه کې ۱۶ تنه وژل شوي

سید ریاض/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۶, سه‌شنبه

د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې، سیند ته یوه لارۍ لوېدلې ده. د چارواکو په وینا په دغه پیښه کې د لسو ماشومانو په شمول ۱۶ تنه وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1C7Q6
انځور: Adnan Bacha

دغه لارۍ د کالام سیمي ته روانه وه چې د سوات سیند ته ولوېده. د محمود اسلم په نوم یوه تن لوړ پوړي دولتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په دغه پیښه کې ۱۶ تنه وژل شوي دي چې پکښې لس ماشومان او پنځه ښځې شاملې دي. اووه تنه نور مسافر ټپیان شوي هم دي.»

لا تر اوسه پورې د پیښې علت معلوم شوی نه دی. د شکیل خان، په نوم یوه ځایي پولیس د مرگ ژوبلې شمیر تائید کړی دی او زیاته کړې یې ده چې ټپیان د درملنې له پاره روغتون ته وړل شوي دي.