1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سعيدي: طالبانو ته وزارتونه ورکول، غني ته سرخوږی جوړوي

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۱۹, جمعه

کارپوهان وايي، د جمهور رئيس غني هغه وړانديز، چي طالبانو ته ئې د څلور وزارتونو او څلورو ولايتونو د ورکړي په برخه کي کړی دئ، په اوس وخت کي هغه يعني غني ته سرخوږی پيدا کوي.

https://p.dw.com/p/1EHv9
انځور: Dan Kitwood/WPA Pool/Getty Images

يو شمېر کورنيو او دباندينو رسنيو داسي راپورنه خپاره کړي دي، چي گويا جمهور رئيس محمد اشرف غني طالبانو ته په کابينه کي د څلور وزارتونو د ورکړي وړانديز کړی دئ.

ويل کيږي چي د افغانستان د سولي بهير د گړندي کولو او نتيجې ته رسولو له پاره جمهور رئيس غني، وسله والو طالبانو ته د څلورو ولايتونو د ورکړي وړانديز هم کړی دئ. خو د غني وياند دغه ټول راپورونه «درواغ» بللي دي.

افغان کارپوه او په پاکستان کي د افغانستان پخوانی ديپلومات احمد سعيدي وايي چي د کابينې د جوړولو د ځنډ يو سبب دغه دئ، چي وسله والو طالبانو ته پکښي پر ځای ورکولو باندي جنجال دئ.

سعيدي له دويچه ويله سره دا خبره تائيد کړه چي طالبانو د افغان حکومت دغه وړانديز رد کړی دئ، او خپل نور شرطونه ئې وړاندي کړي دي:

«طالبانو ويلي دي هغه ولايتونه چي دوی ته ورکول کيږي بايد خپلواک وي، په اساسي قانون کي بايد بدلون راسي، هغه طالبان چي په تور ليست کي دي هغه بايد له ليسته وايستل سي. خو جمهور رئيس دا نه ورسره ومنل او کابينه تر اوسه پوري ځنډېدلې ده.»

د سعيدي په خبره د جمهور رئيس غني دغه اقدام به هغه له سختو ستونزو سره مخامخ کړي، ځکه په خبره ئې د کابينې د ځنډ علت خو په متخصصونو په پسې تلاښ ښوول سوی وو نه په حکومت کي د طالبانو گډون: «جمهور رئيس ويل چي دوی په کارپوه کسانو پسي گرځي او اوس ښکاري چي هغوی څو وزارتونه او ولايتونه طالبانو ته ورکول، دا کار جمهور رئيس ته ستر سرخوږی پيښوي.»

ويل کيږي چي جمهور رئيس غني، د طالبانو د وخت د بهرنيو چارو وزير وکيل احمد متوکل، په پاکستان کي د طالبانو د وخت سفير ملا عبدالسلام ضعيف او د گلبدي حکمتيار د ډلي غړی غيرت بهير ته د سرحدونو، حج او اوقاف او کليو پراختيا چارو وزارتونه د ورکولو وړانديز کړی وو.

سعيدي وايي چي د يوه څلورم وزارت چي د ښار جوړولو دئ هم د حکومت مخالفينو ته د ورکړي وړانديز سوی وو. دی وايي چي طالبانو ته دغه راز د نيمروز، فراه او هلمند ولايتونو د ورسپارلو ژمني هم سوي وې. خو طالبانو دغه وړانديزونه نه دي منلي.

د افغان کارپوه سعيدي له نظره طالبانو ته په کابينه کي ځای ورکول د اشرف غني سلاحيت نه دئ او دا يوه ملي مسئله ده. دا خبره به اشرف غني ته ډېر سرخوږی پيدا کړي.

خو د جمهور رئيس محمد اشرف غني وياند نظيف الله سالارزي، په کابينه کي طالبانو ته ځای ورکول يا هغوی ته د څو ولايتونو د سپارلو په اړه راپورونه نه دي منلي او دا يې «درواغ» بللي دي.