1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

سعودي وايي پر مکې باندي توغول شوي توغندي يې شنډ کړي

۱۳۹۸ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

سعودي عربستان ادعا کړې ده چې حوثیانو پر مکې ښار دوه توغندي توغولي دي. حوثیان پر مکې برید ردوي خو وایي چې د نجران ښار په هوايي ډګر کې یې د مهماتو یو ډیپو په نخښه کړی دی.

https://p.dw.com/p/3IoO2
Konflikt im Jemen Versammlung von Huthi-Rebellen in Sanaa
انځور: picture-alliance/dpa/H. Al-Ansi

سعودي عربستان ویلي دي چې پر مکې ښار باندې د حوثي یاغیانو له خوا توغول شوي دوه توغندي یې شنډ کړی دي. حوثي یاغیان بیا پر مکې د توغندیو د برید ادعا ردوي خو وایي چې په توغندیو سمبال یوه بې پیلوټه الوتکه یې په سعودي عربستان کې پر یوه هوایي ډګر باندې توغولې ده.

د دغې پیښې په اړه په داسې حال کې بیلابیل معلومات خپریږي، چې د ایران او سعودي عربستان اړیکې ترینګلې شوي دي. له بلې خوا بیا د ریاض د نزدي ستراتیژیک متحد واشنګټن او تهران تر منځ اړیکې هم تر بل هر وخت ډیرې خړې پړې دي.

لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې په دې پیښه کې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې او که نه. د پیښې له کبله د رامنځ ته شویو احتمالي زیانونو په اړه هم معلومات په لاس کې نه شته.

د سعودي عربستان پر نجران ښار باندې دغه برید په داسې حال کې کیږي چې ایران خپل د یورانیمو د غني کولو وړتیا تر پخوا لوړه کړې ده چې له کبله یې له امریکا سره ترینګلتیاوې په وروستیو وختونو کې خپل تر ټولو لوړ حد ته رسیدلي دي.

خبره خو آن تر دې حده رسیدلې ده چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، پر تویتر باندې یو بل ته ګواښونه وکړل.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د ایران ولسمشر حسن روحاني له یو شمیر دیني عالمانو سره د لیدنې پر مهال د لا ډیرو اجرایي صلاحیتونو غوښتنه کړې ده چې په خبره یې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د په لاره اچول شوي اقتصادي جګړې پر وړاندې مبارزه وکړي.

حوثي یاغیانو د سه شنبې په ورځ وختي په خپل المسیره خبري شبکې کې ویلي دي چې د نجران هوایي ډګر یې د «کاسف ۲ک» ډوله بیلوټه الوتکې په واسطه په نښه کړی دی. دې ډلې ادعا کړې چې په دې سیمه کې یې د مهماتو یو ډیپو په نخښه کړی دی. د نجران ښار د ریاض په ۸۴۰ کیلومتري کې د یمن پولې ته نزدې پروت دی.

خو د سعودي عربستان په مشري د ایتلاف یوه ویاند ترکي الماکي بیا ویلي دي چې حوثي یاغیانو په نجران کې د ملکي کسانو د په نخښه کولو هڅه کړې ده. الماکي ګواښ کړی دی چي د دغه برید سخت ځواب به ورکړي. هغه حوثي یاغیان د «ایران ترهګري ملیشې» بللې دي.

تر دې مخکې د حوثیانو له خوا ورته بریدونه د دې سبب شوي دي چې د سعودي عربستان په مشري ایتلاف په یمن کي پراخ هوايي بریدونه ترسره کړي. دغه ډول هوایي بریدونه بیا له نړیوالو نیوکو سره هم مخامخ شوي دي.

سعودي: حوثیانو پر مکې د برید هڅې کړې

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ سعودي چارواکو ادعا کړې وه چې دوه داسې توغندي یې په هوا کې په نښه کړي دي چې د حوثي یاغیانو له خوا د مکې پر لور توغول شوي وو. حوثي یاغیانو بیا له دې موضوع انکار کړی دی.

د سعودي عربستان په مشري د ایتلاف یوه ویاند ویلي چې «شاهي دفاعي ځواکونو په هوا کې داسې اهداف په نخښه کړل چې د منع شویو سیمو له لارې د جدې او طائف ښارونو په فضا کې په حرکت کې ول او له هغوی سره یې د وضعیت د اړتیا پر اساس چلن وکړ».

په واشنګټن کې بیا د سعودي عربستان سفارت ویلي دي چې دوه توغندي یې د مکې ښار په فضا کې موندلي دي. د سعودي عربستان «العربیا تلویزیون» بیا د عیني شاهدانو په حواله ویلي دي چې هوایي ځواکونو دوه بالستیک توغندي په نښه کړي ول چې لومړی یې د مکې ښار پر لور روان وو. دې رسنې تر دې ډیر معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې حوثي یاغیانو دا خبره چې د توغندیو هدف یې د مکې ښار وو، رد کړې دی او دغه ډول ادعاوې یې د جګړې له پاره د ملاتړ تر لاسه کولو په موخه د سعودي عربستان تکتیک بللی دی.

(ms/nz (ap,reuters