1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سري لنکا په نیمه پایلوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

۱۳۹۱ مهر ۱۴, جمعه
https://p.dw.com/p/16Kz2

د سري لنکا د کرکیټ لوبډلې د شل اوریزو لوبو د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې تیره ورځ د پاکستان لوبډلې ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړې ده. سري لنکا د نوموړو لوبو پایلوبې ته لار موندلې او د پاکستان لوبډله له دغو سیالیو څخه وتلې ده. نن د آسترالیا او د ویسټ انډیز د لوبډلو تر منځ هم لوبه تر سره کیږي چې گټونکي لوبډله به په پایلوبه کې له سري لنکا سره مخامخ شي. د دغه T-20 په نوم د نړیوال جام پایلوبه به د یکشنبې په ورځ تر سره شي.