سريلانکا نن پر تاميلي ياغيانوباندي برﺉ لمانځي
۱۳۸۸ خرداد ۱۳, چهارشنبهد ملګرو ملتوعمومي منشي بان کي مون د هغو لږو کسانو په جمله کښي راځي ،چه ورته اجازه وه ،د جنګ تر ختميدو لږ وروسته ،د جنګ د ساحې څخه معلومات تر لاسه کي . يعني د سريلانکاد شمال شرق د خرابيو او نړيدو څخه ،او د مجموعآ 300000 تاميلي مهاجرينو څخه چه په دولتي کمپو کښي د اغزي لرونکو سيمانو تر شا ژوند کوي ،
بان کي مون وايي،«هغه څه چه ما وليدل ،ډير زيات يې خوابدی،او يو قسم د تحقير احساس کوم . ما ټوله دنيا ته سفرونه کړي دي ،او په عين ډول حالت او ساحې مي ليدلي دي ،خو تر دغه خرابي صحنې نه . »
د بشر د حقوقو بين امللي سازمانونه د بې طرفه څيړنو او تحقيقاتو غوښتنه کوي ،او خصوصأ د 26 کلن داخلي جنګ وروستۍ قاطع ورځي .
Human Rights Watch د بشر د حقوقو دسازمان څخه د سريلانکا کارپوهه آنا نايستات وايي ،«موږ په دې عقيده يو چه د تحقيقاتويو بې طرفه کميسون ډير ضروري دی .او دغه کميسون بايد په دواړو خواوو کښي د جنايتونو تحقيقات وکي . ځکه هغه څه چه موږ ته معلومه سوې ده ،دواړو خواوو د بشر د حقوقو څخه ډيره سرغړونه کړې ده . »
آنا نايستات همدارنګه د تاميلي ياغيانو سازمان ايلان ددې مسؤل بولي ،چه په منظم ډول يې کوچنيان عسکرۍ ته مجبوره کړي ،او د زرهاوو ملکيانو څخه يې په جنګ کښي د سپر په حيث کار اخيستی دی .
پر حکومت او پوځ باندي دا تور لګوي چه د تاميلي ياغيانودسازمان ايلان پر ضد يې بيله دې چه ملکي خلګو ته توجه وکي ، جنګ ته ادامه ورکړې،او هغه يې پای ته رسولی دی .
دا بيا وايي ،« د جنګ پر وخت تقريبأ هيڅ چا د جنګ ساحې ته د ورتګ اجازه نه درلودل . نو بايد اوس يو بين امللي څيړنه او تحقيقات صورت ونيسي ،تر څو ملامتي او مسؤليت معلوم کي . بيله دغه ډول يوه تحقيق او څيړني څخه به دغه هيواد ته سخته وي ،د سولي په لار کښي يو قاطع قدم پورته کي . »
خو د سريلانکا حکومت ددباندي څخه هر ډول مداخله ردوي ،او په اساس کښي ديوه بې طرفه څيړني سره مخالفت کوي .
د سريلانکا خارجه وزير روهيتا بوګولاګاما په خپل هيواد کښي ددرو قواوواو د مقننه قوې بې طرفۍ ته اشاره کوي ،خو ليکن دده اصلي دليل بل دی .
دی وايي چه ،«زموږ سياست هميشه داؤ،چه ملکي خلګو ته تاوان ونه رسيږي ،او دا کار موږ وکۍ . زه غواړم د بين امللي ټولني په مخکښي ټينګار وکم،چه موږ څونه پر دې باندي کاميابه سولو،د تاميلي ياغيانو دسازمان ايلان څخه 200000 ملکيان خلاص کو.
د پوځ عمليات په ښکاره ډول دې ته متمرکز وه ، چه ددغه سازمان پر ضد وجنګيږي،او ملکيان وژغوري . »
خارجه وزيروايي چه خبره يوازي پر دې باندي وه،چه پر ترهګرۍ باندي کاملأ غلبه حاصله سي ،تر څو خلګ په آزادۍ کښي ژوندوکي . خو داچه تاميليان د هغه په باب څه وايي ،تر اوسه معلومه نده . ځکه چه هغوی لکه بنديان په دولتي کمپو کښي ژوند کوي .
مهاجر تاميليان پر ملګرو ملتوباندي تور لګوي ،چه د قربانيانو تعداد پټوي ،تر څو د سريلانکا دحکومت حمايه وکي .
اروپايي رسنيو څه موده مخکي د ملګرو ملتو د پټو اسنادو پر بنأ رپوټ ورکړي ؤچه يوازي د مې د 1څخه تر 20 پوري د سريلانکاد شمال ختيځ په جنګونوکښي هره ورځ 1000 انسانان وژل سوي دي . خو ملګري ملتونه هغه ردوي ،او وايي چه هيڅوک د جنګ د ساحې څخه د قربانيانو دقيق معلومات نلري . او ځکه نو بيا هم يوه بې طرفه څيړنه ډيره مهمه ده ،او تر ټولو دمخه د سريلانکا دپاره چه اوس لاهم سوله نده پکښي راغلې .
پيترسمن/
کتونکی : محمد قاسم نوري