1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډيری آلمانيان ترکيې ته د وسلو له ورکړې سره مخالفت لري

۱۳۹۸ مهر ۲۶, جمعه

يوه نوې څيړنه چې پايلې يې د جمعې په ورځ خپرې شوي، ښيي چې اکثريت آلمانيان ترکيې ته د وسلو له ورکړې سره مخالف دي. دغه څيړنه په داسې وخت کې ترسره شوې چې ترکيې د سوريې په شمال کې د اکتوبر په پنځه خپل پوځي عمليات پيل کړي وو.

https://p.dw.com/p/3RWHh
Deutschland Kampfpanzer vom Typ Leopard
آزشيفانځور: Getty Images/AFP/C. Stache

د آلمان خبري آژانس په حواله، دغه سروې د آلمان د ZDF تلويزيون له پاره د روانې مياشتې اکتوبر په نيمايي کې ترسره شوې ده. په دغې سروې کې د څه باندې ۱۲۰۰ کسانو نظرونه اخیستل شوي، چې شاوخوا ۹۱ سلنې يې ترکيې ته د وسلو د ورکړې يا پلور سره مخالف نظرونه ورکړي دی. د سروې يوازې ۵ سلنه ګډونوالو په دې اړه مثبت نظرونه لرلي دی.

دغه راز د دغې سروې ۶۵ سلنه ګډونوال د اقتصادي تحريمونو پلوي کړې ده په داسې حال کې ۲۷ سلنې نورو بيا د دې مخالف نظرونه ورکړي دي.

۸۰ سلنې ګډونوالو بيا ويلي دي چې که چيرته د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه د ترکيې خلاف دريځ غوره کړي دا به د دې سبب واقع شي چې ترکيه به د اروپايي ټولنې سره د مهاجرت پر موضوع شوی تړون لغوه کړي چې په نتيجه کې به يې له دغه هيواده څخه ډير شمير مهاجر اروپا ته راشي.

د رپوټونو پر اساس، ترکيې اروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی که چیرته دغه اتحاديه د ترکيې پر ضد له منفي څرګندونو لاس وانه خلي نو دغه هيواد به د مهاجرو پر مخ د اروپا دروازې پرانيستي پريږدي.

ترکيې د نومبر له اتمې د سوريې په شمال کې د کردي مليشو پر ضد خپل پوځې عمليات پيل کړل خو امريکايي او ترکي چارواکو د جمعې ورځې په ماښام (د اکتوبر ۱۷مه) خبر ورکړ چې دواړه لوري په سوريې کې پر يو  پنځه ورځني اوربند توافق ته رسيدلي دي.

د ترکيې حکومت د کردانو د «خلکو مدافع واحدونه» تروريستان او د ترکيې د کردستان ګارګرانو ګوند پورې اړوند بللي. د امريکا متحده ايالات بيا پر دغې ډلې د داعش پر وړاندې جګړه کې حساب کوي.

په ورستيو ورځو کې د آلمان او فرانسې په ګډون پنځو اروپايي هيوادونو ويلي وو چې نور به ترکيې ته د وسلو صادرات نه کوي. په ځانګړې توګه هغه وسلې او پوځي تجهيزات چې د ترکيې د پوځ له خوا ورڅخه د سوريې په عملياتو کې کار اخيستل کيږي.