سبا د برلين ديوال د ړنګېدو شل کاله پوره کيږي
۱۳۸۸ آبان ۱۷, یکشنبهد آلمان لومړي وزيري انګلا ميرکل د 1989 کال د نومبر په نهمه د برلين د ديوال په ړنګيدو کي د پخواني ختيځ آلمان چي د آلمان د ديموکراتيک جمهوريت په نامه ياديده، د خلکو، مدني ټولنو او کليساو او د ولس د نورو سوله او آزادي خوښوونکو وګړو ونډه پرون په خپلي يوي وينا کي وستايله:
« د 1989 کال د نومبر نهمه د آلمان د نوي تاريخ تر ټولو بختوره ورځ ده. شل کاله مخکي په دغه ورځ ديوال نسکور شو ، د آزادي په لور دروازي پرانيستلي شوي او په دي ډول د آلمان د يو والي لپاره لاره اواره شوه.
ميرکل چي خپله هم په پخواني ختيځ آلمان کي ستره شوي ده او د هغه وخت د دولت تبعه ؤ وويل چي د نومبر نهمي نيتي پيښي د المان د ډيرو خلکو ژوند ته بدلون ورکړ، د هغي ژوند ته هم.
د برلين ښاروال، کلاوس ووريات د برلين د ديوال د ړنګيدو د شلمي کاليزي په مناسبت دغه ښار چي د متحد آلمان پلازمينه ده، د «د آزادي ټاتوبي وباله»
هغه وويل د دغي آزادي د لاس ته راوړولو لپاره خلک راپورته شول:
«دا هوښيار حکومتونه نه ؤ چي دغه آزادي خلکو ته ورکړه. دا ښځينه او نارينه ولسي وګړي ؤ چي نوري يي د محکوميت په ځنيځيرونو کي ژوند ځغملاي نه شو، په حقيقت کي د آزادي دغه وياړ د دغو وګړو سره ښايي.»
د برلين د ديوال د ړنګديو د شلمي کاليزي مراسمو ته د نړي يو شمير مشران هم بلل شوي دي چي د هغو په جمله کي د روسيي جمهور رييس ديمتري ميدودياف، د فرانسي جمهور رييس نيوکلا سارکوزي، د بريتانيا لومړي وزير، ګوردان براوان، د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره، هيلري کلينتن او د اروپا د اتحاديي د غړي هيوادونو د حکومتونو مشران ګډون کوي.
RS/ internet/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل