1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سارکوزي له افغانستان څخه د فرانسې د پوځيانو د وتلو پلوي کوي

۱۳۸۶ اردیبهشت ۷, جمعه

د فرانسې د ولسمشريزو ټاکنو کانديد نيکولا سارکوزي له افغانستانه د فرانسې د نظامي ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي. هغه زياته کړه چې د ترهگرۍ په وړاندې مبارزې کې گډون سم او مثبت کار و، ولې دوامدار ماموريت ښايي چې نامناسب وي.

https://p.dw.com/p/DKA1
سارکوزي دا مهال ولسمشرۍ ته د رسېدو ټاکنيزې منډې ترړې کوي
سارکوزي دا مهال ولسمشرۍ ته د رسېدو ټاکنيزې منډې ترړې کويانځور: AP
دغه څرگندونې نوموړي د فرانس 2 له ټلويزيوني شبکې سره په خبرو کې وکړې. د فراسنې د باندنيو چارو وزير فيليپ دوست بلازي زياته کړه چې په افغانستان کې د پاتې کېدو چاره د فرانسې له دريځ سره سمون نه خوري چې هر هېواد دې »مستقل وي، ملي خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتيا« ولري. نوموړی دغه څرگندونې په داسې حال کې کوي چې د فرانسې د يوې مرستندويې ټولنې کارکونکي د طالبانو له خوا يرغمل شوي دي. طالبانو گواښ کړی دی چې دغه دوه تنه به ووژني که فرانسه د يوې اونۍ په موده کې خپل لښکر له افغانتسانه ونه باسي. دا مهال 1100 فرانسوي سرتېري په افغانستان کې ځای په ځای شوي دي.