1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیهوفر: د افغاني پولیسو د روزنې ماموریت ته دوام ورکوو

۱۳۹۸ شهریور ۲۴, یکشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر غواړي په افغانستان کې د پولیسو د روزنې ماموریت ته دوام وکړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې افغانستان د باثباته سولې په برخه کې د آلمان ملاتړ ته اړتیا لري.

https://p.dw.com/p/3PdBK
Deutschland Innenminister Horst Seehofer
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر د«بلډ ام زونټاګ» آلماني ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي «د یوې دوامداره سولې، امنیت او ثبات په برخه کې د افغانستان حکومت بیا هم زمونږ ملاتړ ته اړتیا لري. په همدې دلیل مونږ په ځانګړي توګه د آلمان/افغانستان د پولیسو د روزنې پروژې ته ادامه ورکوو.»

د آلمان پولیسو په کابل کې خپله روزنیزه پروژه د روان کال په سپټمبر میاشت کې په دغه ښار کې تر یوې درنې تروریستي حملې وروسته په موقتي ډول درولې وه.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د «ګرین ولیج» سیمه نور د اوسیدو وړ نه وه. په دې سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو او آلمان سفارتونه موقعیت لري. د د«بلډ ام زونټاګ» آلماني ورځپاڼې د معلوماتو له مخې د آلمان د جنایي چارو ادارې د دې برید په اړه د څیړنو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

آژانسونه/ش.ن/ا.ا