1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زه یوه عرب میرمن یم؛ آیا مظلومه يم؟

۱۳۹۷ اسفند ۲۶, یکشنبه

په عربي نړۍ کې عام باور داسې دی چې د نارینه و تر واک لاندې ټولنه کې هغه میرمنې چې ټکری یا پوړنی په سروي، مظلمومې دي. سوریايۍ رم داوا وايي چې د هغې په هیواد کې د نارینه وو واک ډیر دی، خو دغه مسئله دومره ساده هم نه ده.

https://p.dw.com/p/3FCYG
Kolumne über Syrische Immigranten Rim Dawa
انځور: Privat

په غربي نړۍ کې خلک د عربې نړۍ د میرمنو په هکله دغه راز یو فکر لري چې «ظلم راباندې کيږي.» خو پوښتنه اوس دا ده چې آیا موږ تر ستم لاندې راغلي یو؟
داوا وايي چې د دې خبرو په اوریدو سره مې په سوریه کې د یوې ملګرې هغه خبره را په یاد شوه چې ویلي وو په عطرونو باندې له نصب کړل شوو لیبلونو يا تجارتي نښانونو کرکه لري. هغې وویل: «باید د ښځیو له پاره جلا او نارینه وو له پاره جلا عطرونه نه وي.» نوموړې زیاتوي چې په عطرونو کې زما هغه بوی یا د عطر ډول خوښیږي چې د نارینه وو له پاره جوړ شوي دي. 
هغې ټوکې نه کولې. عطرونه د هغې له پاره دومره هم یو با ارزښته شی نه وو. د دې پر ځای، هغه له خپل وضعیت څخه په تنګ وه او د آرامۍ یوې فضا ته یې اړتیا درلوده. 
داوا زیاتوي چې د هغې د ملګرې دوه ماشومان هم دي او دا چې په ځوانۍ کې یې له خپل میړه څخه طلاق اخیستی او جلا ژوند کوي. هغې د خپلو اولادونو د ملاتړ د حق د ترلاسه کولو له پاره څو کلونه حقوقي دعوا او مبارزه کړې او هغه د قرباني کیدو له وضعیت څخه په تنګ راغلې وه. د دې ترڅنګ نوموړې د کلونو له پاره د یوه ښه کاري فرصت لټه کوله خو هیڅ کله په دې کار کې بریالۍ نه شوه. 
پلارواکي یا په ټولنه کې د نارینه وو واک څرنګه د نجونو پر شخصي افکارو اغیز کوي؟
په سوریه کې د پلارواکۍ یا د نارینه وو د واک د سیستم تر ټولو جدي حقیقت دا دی چې په دې هیواد کې پر میرمنو باندې د کنترول ښه لار دا ده چې د کار په برخه کې د دوی وړتیاوې محدودې وساتل شي. په عین وخت کې، هغه نارینه چې د ښځو آزادي محدودوي، دوی بیا د بشري حقونو په هکله اوږدې بیانیې ورکوي خو افکار یې بیا د منځنۍ پيړيو او هغې دورې کې لا هم پاتې دي. 
سوریايي داوا وايي چې کله کوچنۍ وم ما به ساده شعرونه لیکل. د خپلو نورو همزولو په څیر ما به په خپلو شعرونو کې د «سوریې» داسې ستاینه کوله لکه زه چې پرې مینه شوې وم. ما به د دې جرائت نه درلود چې په خپلو شعرونو کې د هغه هلک نوم ولیکم چې زه پرې مینه وم. د دې پر ځای به مې هغه په خپلو شعرونو کې د «هیواد» تر نامه لاندې پټاوه څو د انتقادونو او د ګوت نیونې مخه ونیسم. د دې کار بل دلیل دا هم وو چې غوښتل مې په ټولنه کې مې نوم بد نه شي. 
د دې برعکس هلکانو به دا اجازه درلوده چې له نجونو سره وخت تیر کړي او په دې برخه کې به یې د خپلو احساساتو له څرکندونو هیڅ راز شرم نه احساساوه، خو نجونو او موږ ته بیا د زړونو د دغه راز یوه احساس حق نه وو راکړل شوی. 
مختلط اخلاقي اړخونه

داوا زیاتوي چې کله شل کلنه وم او په عام محضر کې مې بایسکل چلاوه، د خلکو خبرې او د دوی لیده کاته به مې له یاده ونه وځي. که چیرته زه سړی یا نارینه وم، بیا به دغه کار سم وو خو بایسکل چلول د پیغلو نجونو له پاره یو منع ګرځول شوی کار وو. 
بایسکل چلول په حقیقت کې د دې څه پیل وو. داوا وايي چې په سوریه کې د ښځو د یوازیتوب ژوند هم یو بد کار وو. هغه زیاتوي چې په دې هیواد کې د شپې یوازې قدم وهل او یا یوازې سفر کول هم یو بد کار دی. په زیاتره ځایونو کې، نجونې د دې اجازه نه لري چې نارینه ملګري ولري او منځني ښوونځي بیا د هلکانونو او نجونو له پاره جلا کړل شوي وو. 
په جرمني کې د خپل ژوند پرمهال، ما هغه مهال د ډیرې حیرانتیا احساس وکړ کله چې ما په سیاسي دفترونو کې په کار بوختې میرمنې ولیدې. نه یوازې د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل بلکې نورې ډیرې میرمنې او د سوریې په پارلمان یا وزارتونو کې مې بیا داسې څه نه را یادیږي چې کومه میرمن دې په کار بوخته وي. 
د بورکیني او د پوړني بحثونه  
کله چې په اروپا کې د بورکیني په هکله جنجالونه را وپاریدل، او ځینو سیمو غوښتل چې د مسلمانو ښځو د لامبو له پاره د ټول بدن د پټ ساتلو پر جامو بندیز وضع کړي، په دې وخت کې په سوریه کې مې د یوې بلې ملګرې یوه کیسه را په یاد شوه. 
په آلمان کې هغه د خپل حجاب په هکله له یو شمیر ډیرو جالبو پوښتنو سره مخ شوې ده. د بیلګې په توګه دا چې تر حجاب لاندې په سر ویښته لري او یا دا چې د حمام پرمهال هم ټکری په سر کوي. ځینو نورو کسانو بیا ورته ویلي چې له دې امله چې اوس په آلمان کې ژوند کوي،‌پوړنی یا ټکری دې له سره لیرې کړي او دا چې دلته په آلمان کې د دې کار آزادي‌موجوده ده.‌د هغې د پاره دا ډیر مشکل کار وو چې څرنګه نورو کسانو ته توضیح ورکړي چې حجاب اغوستل د هغې شخصې انتخاب دی او دا چې هغه دې کار ته نه ده مجبوره کړل شوې.
که څه هم د هغې ویښته پټ دي، خو د هغې فکر آزاد دی او هغه تل هڅه کوي او زده کړه یې کړې‌ده.‌خو د دې ټولو باوجود،‌د آلمانانو او یا په ټوله کې د اروپایانو له پاره حجاب د مجازات د یوه سمبول په توګه په ذهن کې پاتې دی. 

«زه حجاب نه په تن کوم»

دلته په آلمان کې ما د نورو ملګرو په پرتله په وار وار د دې تشریح ورکړې چې ولې زه حجاب نه اغوندم. زه د سوریې په يو نسبتاً آزاد او لیبرال ښار سلامیه کې را ستره شوې یم.‌د سوریې په دې ښار کې میرمنې مجبوره نه دي‌چې ټيکری یا پوړنی په سر کړي‌.‌د دې ټولو سربیره،‌کله چې زه نورو سیمو لکه حما ته سفر کوم، ما به د ځايي سیمو اوسیدونکو د جامو دود ته درناوی کاوه.‌ځینې میرمنې د مذهبي باورونو له کبله حجاب اغوندي خو ځینې نور یې بیا د خپلو باورونو له کبله نه په تن کوي.
 خو زما له پاره،‌حجاب د یوې ښځې خپل شخصي انتخاب دی او د یوې داسې ټولنې چې په کې د نارینه وو واک ډیر دی،‌حجاب د ظلم سمبول نه دی.‌ موږ ګڼ شمیر داسې نورو آزادۍ لرو چې د نارینه وو د واک په پایله کې محدودې کړل شوې دي.‌خو ان زما ټولنه چې د ښځو له لوري د ویښتو د ښوولو په برخه کې ستونزه نه لري،‌زموږ نورې آزادۍ بیا محدودې وې. 

«زه به تسلیمه نه شم»

که چیرته زه پخوانیو وختونو ته وګورم، د جندر یا جنسیت د مساوات او برابرۍ په برخه کې د سوریې د ټولنې ډیر کم پرمختګ زما له پاره کافي نه دی. که څه هم په دې برخه کې په هیڅ راز قانون کې تغیرات نه دي راغلي، ‌خو بیا هم سړي یا نارینه په لاس بروالی لري. ما ځینې داسې سوریايي میرمنې لیدلي‌چې زما د هغې ملګرې په څیر چې د آلمان په کولن ښار کې ژوند کوي، ‌اوس له خپلو حقونو باخبره دي او د دوی شمیر ورځ‌ تر بلې مخ پر ډیریدو دی.
ریم داوا وايي چې هیله لرم چې لا ډیرې میرمنې خپل غږ اوچت کړي نه یوازې دا چې د آزادۍ احساس وکړي او د دې ترڅنګ د دې وړتیا هم ولري چې د خپلو آزادیو په چوکاټ کې ژوند وکړي.‌ 
په عین وخت کې، په سوریه کې زما ملګرې لا هم په دې هڅه کې دي‌چې هیواد ترک کړي ترڅو خو خپل ځانونه او خپل ماشومان له روانو شخړو او جګړو خوندي‌کړي،‌خو د دوی د ماشومانو پلار دوی ته د دې کار اجازه نه ده ورکړې. خو د دې باوجود، هغه به خپلې هڅې ونه دروي. هغې ماته وویل:‌«زه ښايي مجازات شم،‌خو زه به تسلیمه نه شم.»
زه د هغې درد احساسولی شم، ځکه ما هم د خپل جنسیت له کبله په سوریه کې مجازات تجربه کړي‌دي.‌دلته په آلمان کې،‌زه د خوندیتوب،‌امنیت او آزادۍ احساس کوم او د خپلې خوښې هر کار اختیار او واک لرم.‌

Frankreich Burkini
بورکيني هغه د لامبو لباس ته وايي چې د مېرمنو بدن په بشپړه توګه پټوي انځور: picture-alliance/AP Photo

ریم داوا د سوریې په سلامیه ښار کې زیږیدلې او ستره شوې ده.‌نوموړې په ۲۰۱۲م کال کې آلمان ته راغلې او دلته یې د رسنیو په برخه کې ماسټرې ترلاسه کړه.‌هغه اوسمهال د دویچه ویله د عربي‌څانګې یوه خبریاله ده.‌

Rim Dawa/KH/NS