1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«زموږ ټول ژوند تر خاورو لاندې شو»

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ اردیبهشت ۱۴, یکشنبه

د یوه بې وزله هیواد په یوه ډیره بې وزله سیمه کې د زرونو کورنیو ژوند د ځمکې د ښویدو له امله له تباهۍ سره مخامخ شو. د بدخشان په ارگو ولسوالۍ کې له ناورین څخه وروسته مرستندویه سازمانونه له اغیزمنو شوو سره د مرستو هڅې کوي.

https://p.dw.com/p/1Btdy
انځور: AFP/Getty Images

د بدخشان د ارگو ولسوالۍ کلی آب باریک، نور د ځمکی پر سر نه شته. هغه اوس په یو ستر ډله ییز قبر بدل شوی دی. د جمعې د ورځې په نیمایی کې د غره د لمنې له ښویدو سره د کلي خاورین کورونه په ناڅاپي توگه د خټو تر سیلاب لاندې شول. د اب باریک د کلي د ژوندي پاتې شوو کسانو څخه یو تن دغه ناورین ته په اشارې سره وایی: «زمونږ ژوند دلته خښ شو.»

اب باریک کې څه نا څه ۳۰۰ کورونه ول، خو هلته اوس د ژوند هیڅ نخښه نښانه هم نه لیدله کیږي. ځینو کورنیو خپل ټول غړي له لاسه ورکړل او ځینو نورو، لکه بي بي خانم، چې اوس د سرې میاشتې تر یوې خیمې لاندې یوازې پاتې شوې په ژړا او انگولا وایي: «خاوند مې له لاسه ورکړ، څلور ماشومان مې ټول مړه شول.»

یو بل اوسیدونکی د نا امیدۍ د شکایت غږ پورته کوي او مسوولو چارواکو ته د نیوکې گوته نیسي او وایي: «هیچا مرسته ونه کړه، موږ یوازې پاتې شو. د سیمي نور اوسیدونکي له خپلو کلنگونو او بیلونو سره راغلل چې تر خټو لاندې شوو کورونو کې یو څوک وژغوري. نه د ژغورنې وسایل شته او نه هم کوم ماشین.»

۴۰ کلنه بیگم نسا، یوه بله اوسیدونکي چې د خپل پلار د ویجاړ شوي کور تر څنگ ولاړه ده، هغه شیبه چې د خټو سیلاب پر کلي باندې راغی په یاد راوړي: «ما د کړکۍ په مخکې د غرمې ډودۍ خوړله، په نا څاپه توگه مې یو درز واورید. د خپلې کورنیۍ پر غړو مې غږ وکړ چې ځانونه وژغوري. خو ډیر نا وخته وو. ما خپل پلار او خپل مور له لاسه ورکړل. ما خپل تره د خپلې کورنۍ له پنځو غړ سره له لاسه ورکړل.»

تر اوسه پورې یوازې یو ډیر محدود شمیر مړي راویستل شوي دي. د یکشنبې په ورځ مرستندویه ټولنې سیمې ته ورسیدې تر څو له پاتې شونو سره مرسته وکړي. د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو د ادارې په یوه وینا پاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوې ده راغلي دي: «فکر کیږي چې څه نا څه ۱۰۰۰ کورنۍ اغیزمنې شوي او ۳۰۰ کورونه په بشپړه توگه ویجاړ شوي دي.»

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د مرستۍ له نمایندگۍ څخه اري گایتینیس، وايي: «ملگري ملتونه له خپلو شریکانو سره چې په هغو کې د افغانستان سره میاشت او نور غیر حکومتي سازمانونه شامل دي، په سیمه کې همکاري لري. موږ هڅه کوو چې خلکو ته ژر تر ژره اړینې مرستې لکه خوراکي توکي، د څښاک اوبه او دارو درمل ورسوو.»

ملگري ملتونه یادونه کوي چې د « ماشومانو خوندي ساتنه، دڅښاک اوبو رسول، روغتیایي خدمات او روغتیا پالنه د بې ځایه شوو کورنیو له پاره په ړومبیتوبونو کې راځي.» د دغه سازمان نوموړي کارکونکي وویل: «وضعیت د خرابیدو په حال کې دی. خو تر اوسه پورې د لټون او ژغورنې د عملیاتو سر بیره، هغه څه چې موږ یې اوس سمدلاسه سرته رسوو د کابو ۷۰۰ کورنیو د اړتیاوو له پاره د آسانتیاو برابرول دي.»

د نوموړي په وینا د بدخشان په ناورین کې «څه د پاسه ۴۰۰۰ خلک په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول اغیزمن شوي دي. هغوی خوراکي توکو، اوبو، روغتیایي خدماتو او خیمو ته اړتیا لري.»

د نړۍ د کاتولیکي مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسس په روم کې د یوې مذهبې لمانځنې په ترڅ کې د بدخشان د ځمکې د ښویدو د پیښې قربانیانو ته دعا وکړه
د نړۍ د کاتولیکي مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسس په روم کې د یوې مذهبې لمانځنې په ترڅ کې د بدخشان د ځمکې د ښویدو د پیښې قربانیانو ته دعا وکړهانځور: Getty Images

د افغانستان له دغه ناورین سره نړیواله خواخوږي ښوول شوې ده. د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک، د بدخشان د پیښې په هکله خواشیني ښوولې او د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته یې خپل تسلیت څرگند کړی دی. هغه ویلي دي چې آلمان چمتو دی ترڅو مصیبت ځپلو ته مرستې ورسوي. دغه راز د نړۍ د کاتولیکي مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسس په روم کې د یوې مذهبې لمانځنې په ترڅ کې د بدخشان د ځمکې د ښویدو د پیښې قربانیانو ته دعا وکړه: «زه د لوی خدای دربار ته، د دغو قربانیانو د هر یوه له پاره دعا کوم.»

د دغې پیښې له کبله افغانستان د یکشنبې ورځ په ټول هیواد کې د ملي ویر اعلان کړی دی.