1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرګونو بهرني سیلانیانو له هرات څخه لیدنه کړې

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مهر ۴, دوشنبه

د هرات د اطلاعاتو کلتور ریاست د مسؤولینو په خبره په تیرو شپږو میاشتو کي د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو ۶۶۸۳ بهرنیو سیلانیانو د دې ولایت له تاریخي ځایونو لیدنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4HMnN
مېرمنې د هرات په لوی مسجد کې روانې دي. کال ۲۰۲۱ د نومبر ۲۳
مېرمنې د هرات په لوی مسجد کې روانې دي. کال ۲۰۲۱ د نومبر ۲۳انځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

په دغه ولايت کي د طالبانو د اطلاعاتو کلتور رياست وايي چي د مهمو تاریخي اثارو شتون دې ولایت ته د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات کړی دی.

په هرات کې د یهودانو عبادتځایونه په بد حالت کې دي

د هرات د اطلاعاتو کلتور ریس مولانا نعیم الحق حقاني دویچه وله سره په خبرو کي وویل چي په تیرو شپږو میاشتو کي ۶۶۸۳ تنه بهرني سیلانیانو د هرات ولایت له تاریخي آبداتو څخه لیدنه کړې ده.

د هرات د جامع جومات د مسو دروازه
د هرات د جامع جومات د مسو دروازهانځور: picture alliance / Lonely Planet

د حقاني په خبره: «یاد سیلانیان له ایران، ترکېې، ازبکستان، چین، تایلند، الجزایر، اندونیزیا، اماراتو، فرانسې، امریکا، المان او جاپان څخه هرات ته راغلي دي.  یو شمیر مذهبي سیلانیانو د لويې جامع جومات، د هرات ارګ یا اختیارالدین او منارو تر څنګ د شته مقبرو څخه هم لیدنه کړې ده.»

یاد طالب چارواکی واېې دا هرڅه د »ډاډمنې امنیتي فضا« له امله تر سره شوي ځکه په وينا يې د بهرني سیلانیانو تر څنګ لسګونه زره کورني سیلانیانو هم په تیر یو کال کي هرات ته سفرونه کړي دي.

د افغانستان په لویدیځه حوزه کي مرموز وژنو د خلګو اندیښني را پارولي

د کاپوهانو په وينا د نړۍ پنځم لوی جومات، اختیارالدین کلا، د یهودیانو کنیسې، هندوسوزي، کازرګاه، د هرات منارې، پل مالان، د چشت خانقا او ترڅنګ ېې د مولانا عبدالرحمن جامي، خواجه عبدالله انصاري، امام فخرالدین رازي، شهزاده ابوقاسم، سلطان آغا، خواجه غلطان ولي، ملا واعظ کاشفي، ملا نسفج، شاهرخ میرزاد، ګوهرشاد بیګم، سلطان غیاث الدین غوري او ډیرو نورو مشایخو او حاکمانو مقبرې د هرات ښار کلتوري تاریخ څرګندوي.

په داسې مهال طالب چارواکي د هرات ولایت له تاریخي آبداتو څخه د زرګونو سیلانیانو د لیدو خبر ورکوي چې هلته یو شمیر تاریخي آثار د له مینځه تلو له ګواښ سره مخ دي او بیارغونې ته سخته اړتیا لري.

د هرات اختیارالدین کلا د ارګ ودانۍ
د هرات اختیارالدین کلا د ارګ ودانۍانځور: dw

د پوهنتون استاد بصیر احمد دانشیار وايي په هرات کې د تاريخي آبداتو ساتنه او بيارغونه به کورني او بهرني سيلانيان لا دې فرهنګي ولایت ته ور مات کړي.

د ده په خبره: « ماته دا ارقام ډیر ثابت نه دې چې په شپږو میاشتو کي دي تر ۶ زره زیاتو بهرني سیلانیان له هرات څخه لیدنه کړې وي خو دا یو حقیقت دی چې د امنیت په رامینځ ته کیدو سره دلته د سیلانیانو شمیر خورا زیات شوی، پکار ده چې اوسني حاکمان معتدله تګلاره غوره، افغانستان د نړۍ سره ونښلوې او له همدې لارې د افغاني کلتور د معرفي کیدو زمينه برابره شي تر څو لا ډیر سیلانیان زموږ له هیواد څخه لیدنه وکړي»

ولي په هرات کي د په نشو اخته کسانو شمېر زيات شوی؟

د فرهنګي چارو کارپوه نذیر احمد هاشمي د ګرځندوی فرهنګ د نړۍ په کچه د اقتصادي او فرهنګي پلوه ارزښتناکه بولي. هغه وايي »موږ ته په کار دی چې دې برخې ته ډیر کار وکړو ځکه اوس یو نسبي امنیت رامینځ ته شوی، که څه هم د خلګو اقتصادي وضعیت تر ډیره بریده لویدلی خو بیا هم خلګ د هیواد له بیلابیلو سیمو لیدنه کوي.«
نوموړی کارپوه زياتوي: «افغانستان د نړۍ یو له هغه هیوادونو څخه دی چې ډیر بهرني سیلانیان یې د لیدو په په هیله دي حتې په بهر کي را لوی شوي ډیر افغانان په دې هیله دي چې خپل هیواد وویني خو متاسفانه د تیرو څو لسیږو راهیسې نړۍ ته د افغانستان ښودل شوی انځور د جګړو، لوږي او کړاونو څخه ډک وړاندي شوی. پکار ده چې موږ افغانی کلتور، تمدن او ښه سلوک نندارې ته وړاندي کړو ترڅو لا ډیر سیلانیان زړه ښه کړې چې هیواد مو ووینې»

د یادونې وړ ده چې د ګرځندوې ټولنیز، کلتوري او اقتصادي صنعت دا مهال د نړۍ د ډیرو هیوادونو لپاره یوه ښه اقتصادي منبع بلل کیږې. ډیری افغانان دا هيله څرگندوي چي په افغانستان کي باید داسې شرایط رامینځ ته شي چې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه دې هیواد ته د سیلانیانو جوپې ور ماتي شې او دغه هيواد ته په فرهنګي او اقتصادي توگه گټه ورسوي.

هرات: د امر بالمعروف ډله کې لومړنۍ ښځینه غړې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب