1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زرداري: زموږ خاوري ته بايد په درنه سترګه وکتل سي

۱۳۸۷ آبان ۱۴, سه‌شنبه

د پاکستان جمهوررييس زرداري د افغانستان پولوته نژدې د پاکستان پر خاوره باندي د امريکا د متحده ايالاتو د ګماني بريدونو له امله په غيري عادي تندو الفاظو سره غبرګون ښودلی دی

https://p.dw.com/p/FnJ2
د پاکستان ولسمشر اصيف علي زداري
د پاکستان ولسمشر اصيف علي زداريانځور: AP

زرداري داخبره دنژدې ختيځ اومنځنۍ آسيا لپاره دامريکا له عمومي قوماندان جنرال پيتريس سره دکتني په ترڅ کي څرګنده کړې ده.

داسوشيتدپرس اف پاکستان دخبر رسولو د آژانس د خبر سره سم زرداري، خبرداری ورکړی چي د بې پيلوټه الوتکو په واسطه دوامداره بريدونه دخلکو ژوند، اوملکيت ته تاوان رسوي ، اوبرعکس نتيجه لري همدغه ډول په هغه باندي دخلکو پوه کول او دتفاهم منځته راوړل ډير سخت کار دی. داکاردپاکستان اودامريکادمتحده ايالاتو پر حکومتونوباندي باورته ګواښ کوي.

تر زرداري دمخه د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار له نوموړي امريکايي جنرال څخه دپاکستان دخاوري بشپړتيا او ملي حاکميت ته په درنه سترګه دکتلو تقاضا وکړه. مختار ويلي دي، چي د بې پيلوټه الوتکو په واسطه بريدونه، کيدای سي چي په عمومي ډول دامريکا پر ضد فضارا منځته کوي اود زور زياتي اوپاڅون سبب سي.

دپاکستان دقبايلو په سيموکي د طالبانو او القاعدې پر ګماني پټن ځايونوباندي له افغا نستان سره دګډو پولوسيموته نژدې ددې بريدونو دوام دترور په وړاندي دمبارزې دمتحدينو، يعني د امريکاد متحده ايالاتو او پاکستان ترمنځ اړيکو باندي ناوړه اغيزه کوي. دامريکادمتحده ايالتونو او د افغانستان حکومتونه ګمان کوي چي پاڅونکونکي دپاکستان له سرحدي سيموڅخه پر افغانستان باندي بريدونه کوي.

د افغانستان پر فضاباندي امريکايي بم غورځونکې جنګي الوتکه
د افغانستان پر فضاباندي امريکايي بم غورځونکې جنګي الوتکهانځور: picture-alliance/ dpa

دتيري چهار شنبې په ورځ د پاکستان دبهرنيو چارو وزارت په هغه هيواد کي د امريکا د متحده ايالتونو سفيره انه پيترسن، غوښتې وه، او دا بريدونه يې دپاکستان د ملي حاکميت ټپي کول بللي ول. خو تر هغه دوې ورځي وروسته ديو بل دغه ډول بريد له امله 32 کسه پاڅونکونکي مړه شول. اوديکشنبې په ورځ د القاعدې دترويستي شبکې يو لوړ پوړی قوماندان ووژل شو، داګست د مياشتي له 13 نيټې را هيسي د افغانستان له خاوري څڅه 18 واري د طالبانو او القاعدې پر ګماني پټن ځايونو باندي د امريکايي بې پيلوټه الو تکو په واسطه د پاکستان پر سرحدي سيمو بريدونه سوي دي.

پيتريس، همدا دتيري جمعې په ورځ په نژدې ختيځ اومنځنۍ آسياکي د امريکايي ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مقام ته ورسيدی. دی ددې مقام د لرونکي په حيث لومړی پاکستان ته تللی دی. پدې سفرکي له ده سره د امريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت د افغانستان د چارو مامور ريچارد بچر،او په پاکستان کي د امريکا سفيره انه پيترسن، هم ملګری ول.

پيتريس، چي پخوا په عراق کي د امريکا دپوځي قواوو قوماندان و په عراق کي د امريکا دستراتيژۍ پلارګڼل کيږي. چي له 2007 کال را هيسي ددې ستراتيژۍ له لاري په عراق کي امنيتي وضعه ډيره ښه شوې ده. اوس بايد پيتريس ،د امريکا دنژد ې ختيځ اومنځنۍ اسيا دعمومي قوماندان په حيث د افغا نستان او پاکستان د سرحدي سيمو لپاره هم يوې ستراتيژۍ ته وده ورکړي.