زارلند ته لنډه کتنه
۱۳۹۱ مهر ۱۱, سهشنبهد زارلند ايالت رښتيا هم يو کوچنی ايالت دی. څه ناڅه يو مليون اوسيدونکي لری. دغه ايالت د آلمان په سهيل لويديځ لوري کې پروت دی او دآلمان دراينلند فلڅ له ايالت او د لوکزامبورګ او فرانسې له هيوادونو سره ګډې پولې لری. له فرانسې سره نژدې والي د زارلند تأريخ ډير تر اغيز لاندې راوستی دی.
ځوان ايالت له خوځيدونکي تأريخ سره
زارلند لا ډير ځوان ايالت دئ. په ۱۹۲۰ زيږديز کال د فرسيلار د تړون له پايلو سره سم د زار خاوره د لومړي ځل لپاره د يوه سياسی يووالي په توګه (په ژنيوکې) د پرګنود يووالي تر نظر لاندې راوستل شوه.
په ۱۹۳۵ کال ددې ځای اوسيدونکود پرګنيزو رأيو اخيستنو له لارې د آلمان له هيواد سره د يو ځای کيدو پريکړه وکړه. له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته تر ۱۹۴۹ زيږديز کاله پورې د فرانسې تر ساتنې لاندې (تحت الحمايه) وو چې حتی خپل د فوټبال ملی ټيم او خپل داليمپيا ملی ټيم يي درلود. بيا په ۱۹۵۷ زيږديز کال زارلند د لسم ايالت په توګه د آلمان له فدرالي جمهوريت سره يوځای کيږی.
دکانونو او اوسپنې صنعت
د سکرو کندې، د اوسپنو فابريکې، لوګی خپروونکی دودکشونه، له ايرو او لوګيو ډکه هوا. د اويايمو کلونو ترپايه د نوينکيرشين او فولکلينګين په شاوخوا صنعتی سيمو کې دکور ميرمنو جرأت نه کاوه چې مينځلي کالي د باندې په تنابونو وځړوی. لوګيو هرڅه تورول. په زارلند کې په ښو وختونو کې ۵۰۰۰۰ تنو په کانونو کې کار کاوه، اوس يواځې ۴۰۰۰ تنه په دغه کار لګيا دی. له مخکينيو دوولسو کانونو څخه تر اوسه يواځې د اينسدورف کان پاتې دئ. دلته هم د ۲۰۰۸ زيږديز کال د فبرورۍ د مياشتې د سختې زلزلې له امله چې د سکرو د رايستلو په وخت کې پيښه شوه دم ګړۍ راايستنه نه کيږی.
د څيړنو او معلوماتو تم ځای
معلوما ت
نفوس: ۱،۰۴ مليونه
مساحت: ۲.۵۶۸ کيلومتر مکعب
پلازمينه: زاربوکين
د تأسيس نيټه: ۱.۱.۱۹۵۷
داقتصاد اهمې څانګې:
دموټرجوړولو(- دليږدولوـ ) صنعت
کاشی
اينفارماتيک يا کمپیوټر
زارلند سُتره کيږی، دودکشونه نور لوګي نه باسی ـ د فولکلينګين او نوينکيرشين د اوسپنو له هټيو نه ورو ورو صنعتی يادګارونه او د هنری نندارتونونو او کلتوری غونډو لپاره مرکزونه جوړيږی. د اتيايمو کلونو په پای کې زارلند يو بل نوی والی هم راوست. د ماکس پلانک او فراونهوفر د ټولنې نوميالي څيړنيز انستيتوتونه دلته ځای نيسی. ترټولو وړاندې د کمپیوټر، سافت وير(کمپيوټری پروګرامونه) او هنری استعداد.
يوديت هارتل