1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زابل کې ترافیکي پیښې ۳۵ تنه ووژل

آژانسونه / س.ر.۱۳۹۵ شهریور ۱۴, یکشنبه

په زابل ولایت کې د سپرلیو یو سرویس موټر له ټانکر سره جنگیدلی دی چې په پایله کې یې ۳۵ تنه وژل شوي دي. دغه سرویس موټر له کندهار څخه کابل ته روان وو چې د پیښې ښکار شو.

https://p.dw.com/p/1JvTg
Afghanistan Mann trägt bündel Gras
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په دغه پیښه کې چې ښځې او ماشومان هم پکښې شامل دي، ځینې کسان سوځیدلي دي. پیښه د زابل ولایت په جلدک نومې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د فرانس پرس خبري آژانس د زابل د والي بسم الله افغان مل له قوله لیکلي دي: «د سپرلیو سرویس موټر له کندهار څخه د کابل پر لور روان وو چې د زابل جلدک سیمه کې د تیلو له ټانکر سره وجنگید. ۳۵ تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي.»

د زابل د امنیه قوماندان مرستیال غلام جیلاني فراهي ویلي دي چې ځینې ټپیان د زابل مرکز قلات کې روغتون ته رسول شوي او ځینې نور بیا کندهار ولایت ته لیږدول شوي دي.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په سویل کې د کابل کندهار تر منځ لویه لار له نا امنې سیمې څخه تیریږي نو له دې کبله د سرویسونو موټروانان په ډیر سرعت او بې باکۍ سره موټر چلوي څو د یاغیانو منگلو ته و نه لویږي.

فرانس پرس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د افغانستان ځینې سړکونه د نړۍ تر خطرناکو سړکونو شمیرل کیږي، ځکه چې سړکونه په خراب حالت کې دي او په ډیر ندرت سره پکښي ترافیکي قوانین نافذیږي. رپوټ زیاتوي چې په دغه هیواد کې زیاتره مسافر وړونکي سرویسونه هم ډیر زاړه دي.

د روان میلادي کال په می میاشتې کې هم په غزني ولایت کې دوه سرویس موټرونه د تیلو له یوه ټانکر سر تر جنگیدولو وروسته سوځیدلي وو چې پکښې ۷۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. دغه پیښه په جگړه ځپلي هیواد افغانستان کې یوه تر ټولو خرابه ترافیکي پیښه بلل کیږي. د ۲۰۱۳م کال په اپریل میاشتې کې هم په کندهار ولایت کې په یوه ترافیکي پیښه کې ۴۵ تنه وژل شوي وو.

نړیوال بانک، د تیر کال په نومبر میاشتې کې د هندوکش د غرونو په لړۍ کې د سړکونو د رغولو له پاره ۲۵۰ میلیونه ډالره بودجه منلې ده. د هندوکش د غرونو په لړۍ کې مواصلاتي لارې هر کال د برف کوچونو یا واورۍ ښویدنې له کبله بندیږي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.03.2013):