1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: ۳۸۰ زره افغانان د جگړو له امله بې ځايه شوي دي

۱۳۹۹ بهمن ۲۴, جمعه

په افغانستان کې د جګړو او تاوتريخوالي له امله په يوه کال کي شاوخوا ۳۸۰ زره کسان د خپلو اوېجو یا سیمو پریښودو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو د رپوټ پر بنسټ د کورنیو بې ځایه شو ډیره برخه د هلمند او کندوز ولایتونو ده.

https://p.dw.com/p/3pGFx
Afghanistan Kabul - Wegen Krieg und Dürre umgesiedelte Familen
انځور: DW/S. Tanha

د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو پر بنسټ دغه کډوال د نا امنو سیمو په تیره په شمال کې له کندوز او په سویل کې له هملند څخه دي. د رپوټ په حواله د ۲۰۲۰م کال له جنورۍ میاشتې راهيسي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۳۲ کې یې خلک بې ځایه کیدو ته اړ شوي چې نږدې دوه پر دریمه برخه یې ماشومان دي.

په ۲۰۱۹م کال کې د بې ځایه شویو شمېر شاوخوا ۴۲۶ زره ښودل شوی وو.

د ډیرو کورنیو بې ځایه شویو د کډوالۍ لامل د افغان ځواکونو او طالباو تر منځ جګړه ګڼل کیږي
د ډیرو کورنیو بې ځایه شویو د کډوالۍ لامل د افغان ځواکونو او طالباو تر منځ جګړه ګڼل کیږيانځور: DW/S. Tanha

د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي چې په ډېرو ولایتونو کې معلوماتو ته د نه لاس رسي له وجې معلومه نه ده چې هغه کډوال چې په ۲۰۱۹م کال کې له خپلو مېنو څخه تېښتي ته مجبوره شوي ول، څومره یې بیرته خپلو کورنو ته ستانه شوي دي.

په افغاستان کې د وګړو کره شمیره نه ده معلومه خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د اټکل له مخې د دغه هیواد د نفوس شمیر شاوخوا ۴۰ میلیونو ته رسیږي.

د ډیرو کورنیو بې ځایه شویو د کډوالۍ لامل د افغان ځواکونو او طالباو تر منځ جګړه ګڼل کیږي.

د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د دویم پړوا خبرو پر پیلیدو سربیره لا د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې جګړې او ناامنۍ روانې دي.

پر طالبانو سربیره داعش هم به یو ځينو سیمو په ځانګړي ډول د افغانستان په ختیځ کې په خپلو فعالیتونو سره یو شمېر کورنۍ د خپلو سیمو پریښودو ته اړې کړي دي.

زموږ له آرشیف څخه: