1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په آلمان کې د مهاجرو کورنيو د الحاق کچه ښکته شوې ده

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱, شنبه

د آلماني رسنيو په حواله، په تيرو درو مياشتو کې مهاجرو سره د هغو د کورنيو د يو ځای شويو غړو په شمير کې کموالی رامنځ ته شوی دی. دغه توپير په ځانګړې توګه په افغان مهاجرو کې ډير لوړ دی.

https://p.dw.com/p/2wRI4
Deutschland Flüchtlinge Thema Familiennachzug | 2013 Grenzdurchgangslager Friedland
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

په آلمان کې د تيرو درو مياشتو په دننه کې مهاجرو سره د الحاق پروګرام له لارې د هغوی د کورنيو د يو ځای شويو غړو شمير مخ په کميدا وو. سيميزه ورځپاڼه «هایلبرونر شتيمه» د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۲۱مه نېټه) د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له قوله لیکلي دي چې په ياده موده کې له سوريايي مهاجرو سره د هغو د الحاق شويو کورنيو غړو شمير د نورو هيوادونو د اتباعو په پرتله، دوه برابره ښکته شوی دی.

د روان کال له جنورۍ مياشتې څخه د مارچ مياشتې تر پايه پورې، د آلمان حکومت سياسي نمايندګيو په ټوليزه توګه د مهاجرو د کورنيو غړو د الحاق په برخه کې، ۲۷ زره او ۵۵۱ ويزې ويشلي دي. دا په داسې حال کې ده چې د تير کال په همدې موده کې د ویشل شويو ويزو شمير له ۳۲ زره څخه هم لوړ وو.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په مختلفو هيوادونو کې د دغو ويزو د ويش ميزان په يو ډول کې نه دی.

د دغه وزارت د معلومات پر بنسټ، په ياده موده کې سوريايي مهاجرو ۶۷۸۳ ويزې په لاس راوړي دي چې تيرکال دغه ارقام ۱۴ زره او ۳۶۵ موردو ته رسيدلې وې.

په حاضر وخت کې يوازې هغه افراد کولی شي د خپلو کورنيو د غړو د الحاق له پاره وړانديز وکړي، چې په آلمان کې يې د پناه غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شوی او د پناه غوښتونکي په توګه منل شوی وي.

د آلمان حکومت اوس مکلف دی د روان کال تر جولای مياشتې پورې، د هغو افرادو له پاره هم د حل یوه لاره پیدا کړي چې د (فرعي حفاظت) تر پوښښ لاندې يا په دغه هيواد کې ورته د اوسیدو يو کلنې اقامې ورکړل شوي دي.

د دغو ټولو سربيره، د آلمان مسيحي سوسيال او دموکرات مسيحي ګوندونو له سوسيال دموکراتانو سره چې د ائتلافي حکومت شريکان دي، هوکړې  ته رسيدلي دي چې هره میاشت به د مهاجرو د الحاق پروګرام له لارې زر تنه مهاجرو ته آلمان ته داخلیدو اجازه ورکوي. خو لا هم په دې هکله ډير جزئيات نه دي وړاندې کړل شوي.

AJ/Rsh (DPA)

د مهاجرت پر موضوع د دویچه ويله له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: