1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: روان کال ۳۰۰ زره افغان مهاجر هيواد ته ستانه شوي دي

۱۳۹۸ شهریور ۱, جمعه

د مهاجرت نړيوال سازمان د رپوټ پر اساس، شاوخوا ۳۰۰ زره افغان مهاجر د روان ميلادي کال له پيل راهيسې له ايران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه سازمان ويلي چې د مهاجرو ډيره برخه له ايران څخه بيرته ستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ONkA
Pakistan Afghanische Flüchtlinge
انځور: DW/F. Khan

د هغه رپوټ پر اساس چې د مهاجرت نړيوالې ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځې خپور شوی، ۲۸۳ زره او ۴۶۷ تنه مهاجر له ايران او ۱۳ زره او ۸۴۹ تنه مهاجر له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دغو ارقامو کې يوازې هغه افغان مهاجر شامل دي چې د کډوالو په عالي کمشنرۍ کې د مهاجرو په توګه ثبت شوي دي او یا د ««UNHCR سازمان له خوا د اقامت اجازه نه لري.

د مهاجرت نړيوالې ادارې «آي او ام» په حواله، په ۲۰۱۸م کال کې په مجموعي توګه ۷۷۳ زره ناثبت شوي افغان مهاجر له ايران څخه خپل هيواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وړاندوينه کوي چې سږکال به په ايران کې د «دوامداره اقتصادي ستونزو» له امله ۵۷۰ زره افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ستانه شيي. تيرکال هم د هيواد له لويديځو ولايتونو څخه د وچکالۍ له امله ډير افغانان ايران ته تللي ول.

له ايران څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د بيرته ستنيدو اصلي لامل پر ايران باندې د امريکا متحده ايالاتو لګول شوي اقتصادي تحريمونه ښودل کيږي. د دغو بنديزونو له امله په ايران کې د افغان کارګرو عوايد لږ شوي دي.

د ايران پولي واحد ريال، د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی او دغه راز دغه هيواد ته د امريکا متحده ايالاتو د تحريمونو په نتيجه کې د صادراتو کچه هم لږ شوې ده.

په ايران کې ميشت اکثره افغان مهاجر په غيررسمي کارونو بوخت دي. دوی تر ډيره ساختماني کارونه کوي. په ايران کې د غيررسمي کارونو او خدمتونو تقاضا هم کمه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې خپله افغانستان هم د بيکارۍ، کمزوري اقتصاد او ډيرو داخلي بې ځايه شويو له ستونزو سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «OCHA» د معلوماتو له مخې، د افغانستان د شمالي او شمال ختيځو ولايتونو ۲۲۰ زره اوسيدونکي د جګړو له امله خپلو کورنو پريښودو ته اړ شوي دي.

(k.s/n.z(dpa,AFP