1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

رپوټ: تر ټولو زیات ماشومان له جګړو او ناورینونو کړیږي

۱۳۹۷ آبان ۲۸, دوشنبه

د ۲۰۱۸م کال «د نړۍ خطر رپوټ» کې ماشومانو ته توجه شوې ده. د دغه رپوټ له مخې ناورینونو او جګړو له کبله تر ټولو زیات ماشوما کړیږي. د رپوټ سپارښتني څه دي؟

https://p.dw.com/p/38WSu
Jemen - Geflohene Kinder
انځور: picture-alliance/Xinhua/M. Mohammed

د ۲۰۱۶م کال په اپریل کې د ایکواډور شمال لویدیځه برخه یوې سختې زلزلې وځپله چې شدت یې ۷،۸ درجې وو. په دغه پيښه کې ۶۶۰ کسان ووژل شول او ۸۰۰۰۰ خپلو کورونو پريښودو ته اړ شول. د شا او خوا ۶۵۰ ښوونځيو ځیني برخې ویجاړې شوې.

په ځانګړې توګه ماشومان اغیزمن شول. ډیرو یي مېندې او پلرونه له لاسه ورکړل او د تکیې له پاره یې بل څوک نه درلود. د مرستو لړۍ پېل شوه، خو دا چې له ماشومانو سره په سمه معنی مرسته شوي وي، ډیر وخت یې ونیو. د ۲۰۱۷م کال په اپریل میاشت کې د «پلان انټرنیشنل» مرستندویه سازمان بیړنې مرستې ۳۶۹۰۰ ماشومانو ته رسیدلي وي.

د ۲۰۱۸م کال د نړۍ د خطر په رپوټ کې چې د بوخم پوهنتون او «بوندس اینت ویکلونګ هلفت» (د آلمان د پراختیایي او مرستندویه سازمانو اتحاد) له لوري خپور شوی، پکښې دې ته توجه شوې ده چې د ناورینونو پر مهال له ماشومانو سره څه کیږي.

د بوندس اینت ویکلونګ هلفت، مشر له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «د طبیعي ناورینونو پر مهال په ځانګړې توګه ماشومان سخت اغیزمنیږي او د لویانو په پرتله له زیات خطر سره مخامخ وي، ځکه چې د ټولو قاعدو له مخې دوی له فزیکي لحاظه کمزوري دي.» د نوموړي په خبره د حقوقي لحاظه هم ماشومان د لویانو په پرتله زیاتره مهال ښه خوندیتوب نه لري. د نوموړي په خبره د ماشومانو له پاره د یوه ناورین د رامنځ ته کیدو وروسته لومړنی وضعیت په ځانګړې توګه ډیر سخت وي.

بیلا بیل خطرونه

دا چې ماشومان څومره سخت اغیزمن شوي، په سویل ختیځې آسیا کې په ۲۰۱۱م کال کې رامنځ ته شوي څونامي وښوده، چې ۲۸۰۰ ماشومان یي یتیمان کړل. همداشان په ۲۰۱۰م کال کې په هایتي کې رامنځ ته شوي زلزلې ډیری ماشومان له کړاونو سره مخامخ کړل. ۷۳۰۰ ماشومان د انساني قاچاق وړونکو له لوري د دومینیکن جمهوریت، ته وتښتول شول چې د هایتي په ګاونډ کې پروت دی. همداشان په ۲۰۰۸م کال کې په میانمار کې د نارګس، په نوم ګرد بادونو په سونو ماشومان دې ته اړ کړل چې د خلکو په کورونو کې کارونه وکړي.

د ۲۰۱۸م کال د نړۍ خطر رپوټ په یو شمیر سیمو کې د جګړو او کړکیچونو له کبله او یا هم د ویجاړونکو ناورینونو له کبله په بې سارې توګه رامنځ ته شوو تحولاتو ته اشاره کوي. له دې سره دغه رپوټ د هغه یو بنسټيز نظر په پام کې نیولو سره جوړ شوی چې «د ناورینونو خطرونه، نه یوازې د سختو طبیعي پیښو پایلې دي، لکه وچکالي زلزلې، گردبادونه یا توپانونه او داسې نور، بلکې په دې برخه کې ټولنیز فکتورنه هم گرم گڼل کیږي چې آیا هغه د سختو طبیعي پییښو سره په تړاو کې د یو ناورین سبب گرځي که نه.»

د دې په دلیل کې ویل شوي دي چې هره ټولنه مستقیم یا غیر مستقیم تدابیر نیولی شي چې د طبیعي ناورینونو خطر کمولی شي. لکه د ساختماني چارو سم مقررات، د ناورینونو پر مهال د خوندیتوب اغیزناک اقدامات او د امکان تر حده د ولس تر منځ د سختې بې وزلۍ او نابرابرولي په برخه کې کمښت. خو ټول هیوادونه دغه ابزار نه لري.

د دغو معیارونو په پام کې نیولو سره د نړۍ د خطر شاخص د وانواتو، تونګا او فلپین هیوادونو هغه هیوادونه یاد کړی دي چې له ډیر خطر سره مخامخ دي، خو قطر، مالتا او سعودي عربستان بیا د هغو هیوادونو په کتار کې دي چې تر ټولو خوندي دي. آلمان بیا په دغه لیست کې ۱۷ ځای لري.

یو هیواد چې اوسمهال يې ماشومان له سخت خطر سره مخامخ دي، هغه یمن دی. په دغه هیواد کې د کورنۍ جګړې د پیلیدو څه د پاسه دري نیم کاله کیږي. په ځانګړې توګه ملکیان له جګړې اغیزمن شوي. په میلیونونو کسان په دغه هیواد کې له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي. خو پوځي تاوتریخوالي د هغوی د کړاو یوازینی علت نه دی، دغه هیواد د اوږدې مودې سختې وچکالۍ هم ځپلی دی. په عراق کې هم وضعیت ستونزمن دی.

د ماشومانو د خوندیتوب لمن پراخول

د ۲۰۰۵م کال په جنورۍ میاشتې کې د ناورینونو د راکمولو په هکله نړیوال کنفرانس د جاپان په کوب ښار کې «د ټولو له پاره د خوندي نړۍ» تر شعار لاندې جوړ شو. په دغه کنفرانس کې یو چار چوکاټ تصویب شو. په دغه چارچوکاټ کې د ماشومانو د خوندیتوب له پاره تدابیرو په سر کې ځای درلود، لکه د ټولنیز خوندیتوب شبکې او د بیا رغاونې پروګرامونه او همداشان رواني مرستې. دغه څه باید له ماشومانو سره په دې برخه کې مرسته وکړي چې د ناورینونو پر رواني عواقبو باندې برلاسي شي.

د ۲۰۱۸م کال په څیړنه کې راغلي دي چې د ماشومانو د خوندیتوب هڅې لا پسې پیاوړي شي. د څیړنې لیکوالان دې پایلې ته رسیدلي دي چې ماشومانو ته د مخینوي د تدابیرو، مداخلې او مؤقتي مرستو په هکله سلا مشورې ورکړل شي.