1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

رپوټونه: د آلمان حکومت سعودي ته د وسلو په ورکړه سلا شوی

۱۴۰۱ مهر ۸, جمعه

آلمان د يمن په جګړه کې د ګډون له کبله سعودي ته د وسلو پر ورکړه بندیز لګولی وو، خو دغه پريکړه اوس لغوه شوې ده. د معلوماتو په حواله د خليج هيوادونو ته د صدراعظم شولڅ تر سفر مخکې د وسلو د خرڅلاو دا معامله منظوره شوې وه.

https://p.dw.com/p/4HZOz
د آلمان صراعظم اولاف شولڅ په سعودي عربستان کې له محمد بن سلمان سره
د آلمان صراعظم اولاف شولڅ په سعودي عربستان کې له محمد بن سلمان سره انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د رسنیو د رپوټونو په حواله د آلمان برحاله ائتلافي حکومت سعودي عربستان ته د وسلو د صادرولو له پاره د نويو معاملو منظوري ورکړې ده. دا خبرونه سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ تر سفر وروسته په ډاګه شوي دي.

د آلمان حکومت د ۲۰۱۸م کال د يوې مهمې پريکړې په ترڅ کې د يمن په جګړه کې د ګدون او په خټه د سعودي ژورناليست جمال خاشقجي د وژنې تر تورونو وروسته سعودي عربستان ته د وسلو پر صادراتو بندیز لګولی وو.

د صادراتو نوي جوازونه

د آلمان معتبرې ورځپاڼې «ډېر شپيګل» او د آلمان د خبري آژانس «ډي پي ای» په حواله د آلمان د اقتصاد وزير روبیرت هابيک د آلمان پارلمان ته په استول شوي ليک کې دا خبره تائيد کړې ده چې صدراعظم اولاف شولڅ د منځني ختیځ تر سفر مخکې د وسلو صادرات منظور کړي ول.

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د سعودي له ولیعهد سره وکتل

د دې مکتوب په حواله د صادراتو بيرته پيلول د ايتاليا، هسپانیا او بريتانيا سره د يوه ګډ پروګرام برخه ده. د شپيګل په حواله د دې تائيد له کبله به د سعودي حکومت اوس د يورو فايتر او تورنادو جيت الوتکو له پاره د ۳۶ ميليونه يورو په ارزښت سامان آلات او تجهیزات وپيرلای شي.

د ډي پي ای د معلوماتو په حواله د اروپايي همکارۍ د دې پروژې په ترڅ کې به د ایربس ۳۳۰ ای ام آر ټي ټي له پاره د څه نا څه ۲،۸ میليونه يورو اضافې پرزې هم ورکړل شي.

د ۲۰۱۸م کال بندیز

پر سعودي عربستان تر ټولو ډېرې آلمانۍ وسلې په ۲۰۱۲م کال کې پلورل شوې وې. هغه وخت سعودي ته د ۱،۲۴ میليارده يورو وسلې ورکړل شوې وې. په ۲۰۱۸م کال کې بیا د هغه وخت ائتلافي حکومت د يمن په جګړه کې ونډه لرونکو هيوادونو ته د وسلو پر ليږد بندیز ولګاوه. خو ځيني پوځي وسايل له دې بندیزه مستثنی ول چې له امله یې ځيني آلماني پوځي وسایل صادريدلای شول. خو بيا وروسته د جمال خاشقجي تر قتل وروسته تر يوه کاله پورې بشپړ بندیز وضع شو او دا بندیز بيا هم وغځول شو.

پريکړې ولې تغير وکړ؟

پر وسلو دا بندیز جګړه ځپلو سيمو ته د وسلو نه لېږدولو د آلمان له دريځ سره برابر وو. خو دې دريځ هغه وخت تغير وکړ چې پر اوکراین د روسیې تر يرغل وروسته پر آلمان اوکراين ته د وسلو د ورکړې له پاره فشارونه ډېر شول.

د سعودي عربستان حکومت د هغه ائتلاف مشرتوب کاوه چې له ۲۰۱۴م کال راهيسې د يمن له حکومت سره د ايران له ملاتړه د برخمنو حوثي ياغيانو پر ضد جنګيږي. ملګرو ملتونو د يمن شخړه د نړۍ تر ټولو ناوړه بحران بللی دی.

خو داسې تمه هم شته چې دا جګړه ختميدلای شي ځکه د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب په اپريل مياشت کې اوربند رامنځته شوی دی او اوربند تر اوسه دوه ځلي غځيدلی هم دی.

دا چې آلمان د اوکراين د جګړې له کبله د روسیې پر ګازو تکیه راکمه کړې ده، نو حکومت د انرژي صادرونکو هيوادونو سره د اړيکو د ښه کولو په لټه کې دی. سعودي عربستان د نړۍ يو مهم د انرژۍ صادرونکی هيواد دی.

آلمان په نړۍ کې د وسلو څلورم ستر صادرونکی دی

د ستاکهولم د سولې د څېړنیز انستيتويت د رپوټ په حواله آلمان هم په نړۍ کې د وسلو په سترو صادرونکو هيوادونو کې شامل دی. د ۲۰۱۶م څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې د آلمان د وسلو په پلور کې ۲۱ سلنه زیاتوالی راغلی وو. د رپوټونو په حواله یې جنوبي کوريا، الجزاير او د مصر هيواد هم ستر رانيوونکی اوسيدلي دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, cited newspaper)

زموږ له آرشیف څخه: