1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رویترز: امریکا سپاه پاسداران د ترهګرو نوملړ کې راولي

۱۳۹۸ فروردین ۱۷, شنبه

رويترز خبري آژانس د درو امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړ چې واشنګتن د ايران سپاه پاسداران د تروريستي ډلو په نوملړ کې شاملوي. امريکايي چارواکو په کراتو ايران په نړۍ کې د تروريستي ډلو تر ټولو ستر ملاتړ کونکی تورن کړی دی.

https://p.dw.com/p/3GOri
Iran Ajatollah Ali Khamenei
انځور: khamenei.ir

د تروريستي ډلو په نوملړ کې د ايران د سپاه پاسداران د شاملولو د احتمال خبره، لا له مودو مخکې مطرح شوې ده. رويټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اپريل ۶مه) رپوټ ورکړ چې درو امريکايي چارواکو ويلي دي چې دغه کار به «ډير ژر» ترسره شي.

دغو امريکايي چارواکو چې نومونه يې نه دې په ډاګه شوي، د جمعې په روځ رويټرز ته ويلي چې کيدای شي سپاه پاسداران د دوشنبې په ورځ د اپريل ۸مه د امريکا د «بهرنيو تروريستي سازمانونو» په نوملړ کې شامل کړل شي.

له همدې امله د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د دغه خبر په اړه د نظر ورکولو مرجع، د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ښودلې، خو د دغه وزارت چارواکو او سپينې ماڼۍ بيا د دغه خبرې د تائيد او رد له ويلو څخه ډډه کړې ده.

د تحريم د اعلان ورځ

د دونالد ترمپ د کابينې يوه ارشد غړي څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر په پام کې لري پر ايران تازه تحريمونه ولګوي. دغه چارواکي ويلي وو چې ترمپ غواړي دغه تحريمونه له ايران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو سره شوي له اتومي توافق څخه د امريکا د وتلو په کليزه کې اعلان کړي.

ترمپ د تيرکال د می مياشتې په اتمه، ايران سره د اتومي توافق د وتلو فرمان لاسليک کړ. هغه په وار وار اتومي توافق د «تاريخ تر ټولو بد» توافق په توګه ياد کړی دی. د امريکا ولسمشر ايران باندې د فشارونو د زياتولو انګيزه، يو نوي توافق ته د رسيدو په موخه د مذاکراتو ميز ته د ايران راکاږل پر ګوته کوي تر څو يې د دغو مذاکراتو په نتيجه کې د ايران لاس د تل له پاره له اتومي وسلو څخه لنډ کړی او د سيمې په هيوادونو کې يې د دغه هيواد د توغنديز پروګرام له اړخه د نړيوالې ټولنې انديښنو ته د پای ټکی ايښی وي.

د امريکا متحده ايالتونو په وار وار ايران په نړۍ کې د تروريستي ډلو تر ټولو ستر ملاتړ کونکی هيواد په توګه ښودلی او زياته کړې ده چې ايران د لبنان د حزب الله په څير ډلو ته کوم چې واشنګتن د تروريستي سازمانونو په نوملړ کې شامل دي، ورته پوځي او مالي امکانات، د سپاه پاسداران د سپاه قدس قطعې له طريقه برابروي.

د بنديزونو غوښتنې پخوا هم شوې وې

اروپايي اتحاديې او امريکا تر دې مخکې د سپاه قدس پر يو شمير ارشدو يا لوړپوړو قوماندانانو د بشارالاسد له رژيم سره د همکارۍ کولو او له افغان طالبانو څخه د ملاتړ په څير تورونو، تحريمونه لګولي ول.

د ۱۳۹۶م لمريز کال په مني کې د امريکا د سنا اکثريت استازو هغې طرحې ته موافقې رايې ورکړې چې هغې کې ويل شوي وو چې د «بې ثباته کونکو اقداماتو» او له «نړيوال تروريزم څخه د ملاتړ» مسئول، يوازې د قدس سپاه نه بلکې ټول سپاه پاسداران دي. دغه استازي پر سپاه پاسداران د تحريم لګولو غوښتونکي شوي ول.

د ايران تند غبرګون

د ايران پر سپاه پاسداران باندې د احتمالي تحريمونو ګونګوسې د ايران د لوړپوړو پوځي مشرانو له ګواښه ډکو غبرګونونو سره مخ شوې دي. د ايران د سپاه پاسداران عمومي مشر محمد علي جعفري لا دمخه د ۱۳۹۶م کال په مني کې ګواښ کړی وو که چيرې امريکا پر دغې ادارې د تحريم لګولو هدف ولري، په هغه صورت کې بايد امريکا د ايران له زر کيلومترۍ څخه خپل مرکزونه ټول کړي.

د ايران د مسلحو ځواکونو عمومي قوماندان محمد باقري هم تر دې مخکې د تروريستي ډلو په نوملړ کې د سپاه پاسداران د ورګډولو له عواقبو خبرداری ورکړی وو. هغه ګواښ کړی وو چې په دې صورت کې به په سيمه کې د امريکا متحده ايالتونو ټول مرکزونه له ستر خطر سره مخامخ شي.

د ايران د ملی امنيت کميسيون او د اسلامي شورا د مجلس د بهرني سياست مشر، حشمت الله فلاحت پيشه، د شنبې په ورځ د سپاه پاسداران د مشر د دوه کلونو مخکې ګواښ يو ځل بيا په خپل ټويټر کې خپور کړ: «د امريکا د تروريستي ډلو په نوملړ کې د سپاه د شامليدو په صورت کې به، د دغه هيواد پوځيان د داعش ترڅنګ د تروريستانو په تور لست کې شامل کړو.»

د تروريستې ډلې په توګه د سپاه پاسداران پيژندل، امريکا ته د دې امکانات په لاس ورکوي چې له ايران څخه بهر د دغې سپاه شتمنۍ کنګل کړي او پر قوماندانانو يې سفري ممانعتونه ولګوي.

dw persian/ م ک  ص/ ن ص