1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رويټرز: د م.م په عمومي اسمبلې کې د غني استازی خبرې کوي

۱۴۰۰ مهر ۳, شنبه

 ملګرو ملتونو سازمان خبر ورکړی چې د دغه سازمان په عمومي اسمبلې کې به د افغانستان په استازيتوب، د پخواني حکومت دايمي استازی د دوشنبې په ورځ خبرې وکړي. تر دې مخکې طالبانو د خپل حکومت د خارجه وزیر د وینا غوښتونکي شوي ول.

https://p.dw.com/p/40qp7
UN Vollversammlung USA New York China Xi Jinping
انځور: Mary Altaffer/

رويټرز خبري آژانس د ملګرو ملتونو سازمان د یوه ویاند له قوله ويلي دي چې د دغه سازمان په عمومي اسمبله کې به د افغانستان دایمي استازی، غلام محمد اسحاق زی د افغانستان په استازيتوب خبرې وکړي.

دغه آژانس د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي د ویاند، ستیفن دوجاریک له قوله ویلي دي چې په دغه سازمان کې د محمد اشرف غني د حکومت استازی، اسحاق زی به د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسمبله کې د افغانستان په استازيتوب وینا وکړي.

ملګري ملتونه په داسې وخت کې دغه خبره کړې ده چې تیره اوونۍ د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزارت، د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي آنتوني ګوتریش ته يو لیک استولی وو چې په هغه کې يې په دوحه کې د طالبانو په سیاسی دفتر کې د طالبانو د مذاکراټي ټيم غړی او ویاند، سهيل شاهین يې د طالبانو د حکومت دایمي استازی معرفي کړی وو.

Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزیر، امیر خان متقيانځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

له دې سربیره د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزیر، امیر خان متقي، په دغه لیک کې د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتي وو چې د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسامبله کې ورته د وینا فرصت ورکړل شي.

طالبانو په دغه لیک کې روښانه کړې وه چې غلام محمد اسحاق زی، نور د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دايمي استازی نه دی او د هغه ماموریت پای ته رسیدلی دی.

داسې ښکاري چې د طالبانو دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا نه ده منل شوې. طالبانو په دې اړه تر اوسه پورې غبرګون نه دی ښودلی.

رويټرز زیاته کړې ده چې د افغانستان برعکس، په دغې اسمبله کې د میانمار استازي ته د وینا اجازه نه ده ورکړل شوې. د ملګرو ملتونو سازمان دغه ویاند دغه خبري آژانس ته ويلي دي چې د میانمار حکومت استازی، د نظامي کودتا او د کودتاچیانو له خوا د منتخب حکومت د لرې کولو په خاطر، په دغې اسامبله کې له وینا څخه محروم کړل شوی دی.

Afghanistan Anführer der Taliban Mullah Baradar Akhund
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د طالبانو د حکومت د رسميت پيژندلو په برخه کې کارونه ادامه لريانځور: REUTERS

طالبانو چې نژدې یوه نیمه میاشت مخکې په افغانستان کې واک ته رسیدلي او خپل سرپرست حکومت يې هم اعلان کړی، تر اوسه د هيڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دي پيژندل شوي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ د دویچه ویله آشتي خپرونه کې وويل چې دوی نړیوالو سره په اړيکه کې دي او د حکومت د رسميت پيژندلو په برخه کې تر ۷۰ سلنې پورې کار مخ ته تللی دی.

هغه وویل، چې دغه اړيکې «د ملګرو ملتونو سازمان، لویو، لرې، نژدې او ګاونډيو هیوادونو سره په تامین کیدو دي» او هيله يې څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلو سره په افغانستان کې چې تازه له جګړې راوتلی دې اقتصادي او پراختيايي کارونه پیل او له نړۍ سره ديپلوماتيکې اړيکې برقراره شي.

مجاهد زیاته کړه: «په دې باندې کار روان دی چې د اسلامي امارت په اړه نړیواله پریکړه وشي، هیواد او حکومت په رسمیت وپيژندل شي.»