1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روهنګيا اورپکو يواړخيز اوربند اعلان کړ

۱۳۹۶ شهریور ۱۹, یکشنبه

د دوو اونيو جنګ وروسته په ميانمار کي د روهنګيا اورپکو يواړخيز اوربند اعلان کړی دی. دغو اورپکو په خپله اعلاميه کي ويلي چي د اوربند مقصد يې بشري مرستو ته لاره ورکول دي.

https://p.dw.com/p/2jf7a
Rohingya-Konflikt in Myanmar
انځور: picture-alliance/dpa/B. Armangue/AP

په برما يا ميانمار هيواد کي د روهنګيا وسله والې ډلې د مؤقتي يواړخيز اوربند اعلان کړی دی. د دغې ډلې د اعلاميې له مخي به دغه اوربند د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۱۰مه نېټه) پېل سي او يوه مياشت به دوام ولري. دغې وسله والې ډلې چي ځان ته د «آرکان روهنګيا سالوېشن آرمي» يا (ARSA) خطاب کوي، په خپله اعلاميه کي د اوربند مقصد د هيواد په شمال لوېديځو اغېزمنو سيمو کي و بشري مرستو ته امکانات برابرول دي.

د آرسا دغې وسله والې ډلې ويلي دي چي د اوربند په مرسته غواړي چي بشري مرسته کوونکو ته حوصله ورکړي چي په اغېزمنو سيمو کي خپلو مرستو ته ادامه ورکړي، بېله دې فکر څخه چي د کومي قومي يا ديني ډلې سره تړاو لري. آرسا په عيني حال کي د برما پر پوځ هم ږغ کړی دی چي اوربند اعلان کړي تر څو بشري مرسته کوونکي وکولای سي چي د خلکو سره کومک وکړي.

دا چي دغه يو اړخيز اوربند به پر روانه لانجه کوم اغېز ولري لا نه ده څرګنده. تر اوسه داسي معلوميږي چي د آرسا وسله واله روهنګيا ډله د برما د پوځ د مخنيوي له پاره ښکاره مقاومتي قوت نه لري. د برما يا ميانمار دولت د روهګيايانو دغې ډلې ته د ترهګرې ډلې خطاب کوي. آرسا د اوربند خپله اعلاميه پر ټويټر پاڼه خپره کړې ده. د اونيو راهيسي د برما هيواد په شمال لوېديځ کي د حکومتي ځواکونو عمليات ادامه لري. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخي په دغه روان تاوتريخوالي کي په څو ورځو کي تر ۱۰۰۰ زيات انسانان وژل سوي دي. په برما کي د بشري حقونو څارونکي د ملګرو ملتونو چارواکي يانګهي لي د جمعې په ورځ وويل چي په وژل سوو کي اکثريت روهنګيايان دي.

د ملګرو ملتونو د شمير له مخي د مګړی تر ۲۹۰ زرو څخه زيات تر تعقيب لاندي روهنګيا مسلمانان د تېښتي په حال کي دي. د برما د پوځ وروستي عملیات هغه وخت پېل سول کله چي آرسا د تيري مېلادي مياشتي اګست په پای کي پر يو شمېر د پوليسو او پوځ پر مقرونو بريدونه تر سره کړل.

د برما اکثريت اوسېدونکي بودايي مذهبه د روهنګيايان غېرقانوني دولت نه لرونکي داسي مهاجر بولي چي له بنګله دېش څخه و برما ته ورغلي دي. دا د هغه باوجوده چي د روهنګيايانو زيات شمېر د څو نسلونو راهيسي په برما کي ژوند کوي. د برما يا ميانمار په هيواد کي روهنګيايانو ته تابعيت او ورته نوري آسانتياوي نه ورکول کيږي.

د بشر د حقونو سازمانونه د برما پر حکومت تور لګوي چي په سيستماتيکه توګه روهنګيا له هيواد څخه ايستل غواړي او له همدې کبله د هغوی پر ضد عمليات کوي. د برما د حکومت مشره او د سولي نوبل جايزه ګټونکې انګ سان سو کي پر دغې موضوع خاموشي اختياره کړې ده.

په بنګله دېش هيواد کي داسي اندېښني زياتي سوي چي په ګاونډي هيواد برما کي د روهنګيا مسلمانانو پر ضد د اقداماتو له کبله په بنګله دېش کي هم اسلامپال توندلاري قوي کيدلای سي. په ټولنيزو رسنيو کي بېل انځورونه او ويډيوګاني ګردش کوي چي ادعا پکښي کيږي چي د روهنګيا مسلمانانو وژنه او د هغوی شکنجه انځوروي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.09.2017):