1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رونالدو دريم وار د فوټبال غوره لوبغاړی وټاکل سو

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ دی ۲۳, سه‌شنبه

کريستيانو رونالدو د ۲۰۱۴م کال فوټبال د نړۍ غوره لوبغاړی وټاکل سو. له رونالدو سره د آلمان تکړه گولکيپر مانويل نويه، او ارجنټايني ستوري ليونيل ميسي، سيالي کوله، خو د رونالدو رايي ډيري وې.

https://p.dw.com/p/1EJGi
انځور: Reuters//Ruben Sprich

د رونالدو له پاره دا دريم وار وو، چي د نړۍ غوره لوبغاړی وټاکل سو، هغه دغه لقب په ۲۰۰۸م او ۲۰۱۳م کالونو کي هم گټلی وو.

رونالدو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنورۍ ۱۲مه) ناوخته ماښام د دغه لقب تر گټلو وروسته د فيفا په مرکز کي وويل: «دا يو نه هيرېدونکی کال وو. زه له ټولو هغو کسانو څخه مننه کوم، چي ماته ئې د دغه لقب په گټلو کي خپلي رايي راکړې.»

رونالدو د ۳۷،۶۶ سلنه رايو په گټلو سره تر ليونيل ميسي چي ۱۵،۷۶ سلنه رايي او مانويل نويه چي ۱۵،۷۲ سلنه رايي ئې گټلي وې مخ ته سو.

رونالدو د نړۍ د غوره لوبغاړي «توپ» د ترلاسه کولو پر مهال وويل: «ما فکر نه کاوه چي زه به دغه کوچنی توپ، بيا وگټم. فکر مي کاوه چي دا به بيا ميسي وگټي. ما وويل، زه غواړم د فوټبال په تاريخ کي يو له غښتلو لوبغاړو څخه واوسم. زه تر خوښ لا خوښ يم.»

ليونيل ميسي دغه لقب تر اوسه پوري څلور واري په ۲۰۰۹م، ۲۰۱۰م، ۲۰۱۱م او ۲۰۱۲م کالونو کي گټلی دئ.

د نړۍ غوره لوبغاړې نادين وټاکل سوه

د ښځو فوټبال په برخه کي د آلمان د ولفس بورگ لوبډلي لوبغاړې نادين کيسلر، د ۲۰۱۴م کال فوټبال د نړۍ غوره لوبغاړې وټکال سوه. له نادين سره امريکايي ايبي وامبخ او برازيلي مارتا، هم سيالي وې خو د نادين د رايو سلنه پر ډيره وه.

نادين د دغه لقب تر گټلو وروسته وويل: «زما زړه غورځي. هيڅ وخت مي فکر نه کاوه چي زه به په خپل ژوند کي دغه لقب وگټلای سم.»

د کال غوره ترينر آلمانی لوو، وټاکل سو

د آلمان فوټبال د ملي لوبډلي ترينر يوآخيم لوو چي په برازيل کي ئې د ۲۰۱۴م کال نړيواله اتلولي هم وگټله، د نړۍ غوره ترينز وټاکل سو. لوو وويل: «دا زما له پاره ستر وياړ دی، چي تر دغسي بريالي کال وروسته بيا دغه لقب هم گټم.»

په دغو مراسيمو کي د نړۍ يوولس تکړ فوټبالران هم ونومول سول. په دوی کي څلور تنه د آلمان د بايرين مونشن، دوه د برسيلونا دوه د ريال مادريد يو د پاريس سانت جرماين يو د مانچستر يونايتد لوبغاړي ول.

Joachim Löw FIFA Ballon d'Or Welttrainer 2014 12.01.15
انځور: Olivier Morin/AFP/Getty Images
Schweiz FIFA Fußball Ballon d'Or Gala 2014 Nadine Kessler
انځور: picture-alliance/dpa/P. Seeger