1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رومپوی: په اروپايي ټولنه کي د نوو قواعدو اړتيا سته

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه
https://p.dw.com/p/15KVo

د اروپايي شورا رئيس هېرمن فان رومپوي، وړانديز کړی دئ چي په راتلونکي کي بايد داسي قواعد رامنځ ته کړل سي چي اروپايي ټولنه پر يوه وخت ټول غړي دولتونه ريفورمونو ته مکلفه کړلای سي. نوموړي دا څرگندونې د المانۍ ورځپاڼي «وېلټ ام زونټاگ» سره په يوه مرکه کي کړي دي.

د بيلجيم سره تړاو درلودونکي دغه سياستوال زياته کړې ده چي د دې وروسته بايد واحدو غړو هيوادونو ته نه بلکه ټولو غړو ته پر يوه وخت يو ډول وړانديزونه او مکلفیتونه وټاکل سي. رومپوي په خپلو خبرو کي د تقاعد د عمر د پېلېدو بېگله وړاندي کړې ده. د هغه په وينا بايد ټول اروپايي هيوادونه د خپلو کارکوونکو اتباعو د تقاعد د پېل پوله داسي وټاکي چي په په دغه هيواد کي اوسطا يو انسان څو کاله ژوند لري.