1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د سوریې پر ضد پریکړه لیک مخه ونیوله

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۱۹, پنجشنبه

روسيي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې بیانيي مخه نیولې چې په کې د سوريي د حکومت له خوا په دغه هیواد کې تر سره شوي هوايي بریدونه په سختو الفاظو غندل شوي دي. د دغې بیانيي مسوده د بریتانيا له خوا جوړه شوې وه.

https://p.dw.com/p/1AnkE
انځور: Reuters

د رویترز خبري آژانس د ملګرو ملتونو د دیپلوماتانو له خولې ویلي دي چې په دغه بیانیه کې د اسد رژیم د پلوي ځواکونو له لوري د سوريي په مختلفو ښارونو کې د ترسره شويو بمې بریدونو ترڅنګ د توغندیو او بلري بمونو استعمال هم په کلکه غندل شوی دی. خو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د جنوري اتمه) روسيې د دغه بیانيې په مخالفت کولو سره د هغې مخه ونیوله.

د ملګرو ملتونو یوه دیپلومات د خپل نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې د امنیت شورا د جنوري میاشتې په اتمه نیټه یوې موافقې ته ونه رسیده. د دغه دپلومات په خبره روسيه په واضح ډول پر هغو واقیعتونو باندې پرده اچوي چې په سوریې کې رامنځته شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د روسيي د استازې ویاند په دې هکله له څه ویلو څخه ډډه کړې ده.

د دغې بیانيي مسوده د بریتانيي له لورې جوړه شوې وه. په بیانیه کې په تیرو څو ورځو کې د سوريي شمال لور ته د حلب په ښار کې د دولتي ځواکونو له لوري ترسره شوي وژونکي هوايي بریدونه غندل شوې دي.

د مختلفو سرچینو په حواله د دسمبر میاشتې له نیمايي څخه تر اوسه پورې په سوریې کې له ۷۰۰ څخه ډیر انسانان وژل شوي دي او تر ۳۰۰۰ څخه زیات بیا ټپیان دي. اوس د سوریې د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د دغه هیواد په پخواني سوداگریز مرکز حلب کې جگړه روانه ده. دا ښار اوس د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ ویشل شوی دی.

روسيي د تیر کال د دسمبر په ۱۹مه نیټه هم دې ته ورته د یوې بیانيي مخالفت کړی وو. سربیره پر دې مسکو او بیجنګ د سوريي پر خلاف د ملګرو ملتونو دری پریکړه لیکونه هم رد کړي دي.

د مسکو دولت د ولسمشر بشار الاسد د حکومت یو ملاتړی بلل کیږي. روسیه د سوريي حکومت پر وړاندې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو مخ ته تر ټولو لوې خنډ دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړي د سوريي د موضوع پر سر ویشل شوې دي ځکه نو پریکړې يي په پرله پسې ډول له ځنډ سره مخامخیږي.

د تیر کال په سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې د امنیت شورا د لومړي ځل له پاره د سوريي په هکله یوې پریکړې ته ورسیده. په دغه وخت کې ملګرو ملتونو یو پریکړه لیک لاسلیک کړ چې په کې د سوريي د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو غوښتنه شوې وه.

د دیپلوماتو په خبره په دغه پرمختګ کې د امریکا د ولسمشر بارک اوبا، د هوایي بریدونو ګواښ ډیر مهم رول درلود. اوباما د (د ۲۰۱۳ کال د اګست په ۲۱مه) د سوريې د پوځ له خوا د دمشق په یوه کلیوالي سیمه کې د سارن ګاز د استعمالولو په غبرګون کې د سوريي د رژیم پر ضد د هوايي برید ترسره کولو ګواښ کړې وو.

د ملگرو ملتونو په حواله د سوریې د کورنۍ جگړې د پیل راهیسې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډیر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملگرو ملتونو په حواله د سوریې د کورنۍ جگړې د پیل راهیسې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډیر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.انځور: Reuters

واشنګټن او لویدیځ هیوادونه د سوريي حکومت د دغو بریدونو مسوول بولي په داسې حال کې چې د دمشق حکومت بیا د دغو بریدونو مسوولیت د یاغیانو پر غاړه اچوي. په سوريي کې د دریو کلونو راهیسې د حکومت ضد پاڅون په جریان کې تر اوسه پوری له ۱۰۰۰۰۰ زیات انسانان وژل شوي او ډیر شمیر نور بیا ټپیان شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل