1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیې د افغانستان له پاره د ترمپ نوې ستراتیژي وغندله

۱۳۹۶ شهریور ۲, پنجشنبه

روسیې د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژي په اړه پښینماي ښولې. د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، هغه لار چې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې غواره کړې «بې فایدې» ده.

https://p.dw.com/p/2imbQ
Russland Treffen von Lavrov, Javad Zarif  und Muallem in Moskau
انځور: Reuters/S. Karpukhin

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژي د اصلي تمرکز له کبله پښیماني څرګند کړه. د هغه په خبره دا چې امریکا غواړي په دې هیواد کې د زور له لارې خپل اهداف ترلاسه کړي، د پښیماني موضوع ده. لاورفو په مسکو کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «موږ ډاډه یو چې دا یوه بې فایدې لار ده.»

ترمپ د دوشنبې په ماښام د افغانستان له پاره د خپلې ستراتیژي د اعلانولو پر مهال ویلي وو چې تر دې وروسته به یې هیواد په افغانستان کې ملت جوړونه نه کوي بلکې د ترهګرو پر وژنې باندې به تمرکز کوي.

لاوروف همداراز هغه ادعاوې چې مسکو له طالبانو سره مرسته کوي، رد کړې. تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، ویلي وو چې مسکو طالبانو ته وسلې ورکوي.

خو لاوروف د دې تور په ځواب کې وویل: «دا لومړی ځل نه دی چې پر موږ باندې د طالبانو د ملاتړ او آن هغوی ته د وسلو ورکولو تور لګول کیږي [...] خو تر اوسه پورې د دې خبرې د تایید له پاره یو ثبوت هم نه دی وړاندې شوی.»

د لاوروف په خبره مسکو یوازې د دوو موضوعګانو له پاره له طالبانو سره اړیکه نیسي: په افغانستان کې د روسي اتباعو امنیت او د سولې خبرو اترو ته د طالبانو هڅول.

طالبان په روسیه کې په رسمي توګه یوه ترهګره ډله بلل کیږي خو یو شمیر روسي چارواکو ویلي دي چې روسیه له دې ډلې سره له اسلامي دولت سره د مبارزې په برخه کې معلومات تبادله کوي.