1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

روسیې د اسلامي دولت د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو ادعا کړې

۱۳۹۶ خرداد ۲۶, جمعه

د روسیې د دفاع وزارت اوس په دې اړه څیړنې کوي چې ایا په سوریې کې د دې هیواد یوه هوايي برید د اسلامي دولت ترهګري ډلې مشر ابو بکر البغدادي، وژلی دی او که نه. دغه موضوع د تاس خبري آژانس په حواله بیان شوې ده.

https://p.dw.com/p/2emem
Abu Bakr al-Baghdadi Führer Islamischer Staat
انځور: Getty Images/AFP

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې دغه هوایي برید د مې میاشتې په وروستیو ورځو کې د رقعې ښار په څنډو کې ترسره شوي دی. رقعه د اسلامي دولت ډلې بالقوه پلازمینه بلل کیږي.

د تاس خبري آژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله لیکلي دي چې د مې پر ۲۸مه نیټه د ترسره شوي دغه برید پر مهال د اسلامي دولت یو شمیر لوړپوړو غړو په رقعه ښار کې غونډه کوله.

په بیانیه کې راغلي دي: «د معلوماتو له مخې، چې اوس یې له بیلابیلو لارو د تاییدیدو بهیر روان دی، په دې غونډه کې د اسلامي دولت ډلې مشر ابراهیم ابو بکر البغدادي، هم حاضر وو چې هوایي برید له منځه وړی دی.»